لیکوال: ز. نظری
د ثور نهمه، د امام رضا (ع) د زېږېدو ورځ، د انساني، اخلاقي او عقلاني افکارو د بیا لوستلو لپاره یو مناسب فرصت دی. د هغه درې لنډ خو ژور احادیث د مؤمنانه ژوند لپاره یوه بشپړه لاره وړاندې کوي: د دین پېژندنه، په ژوند کې تدبیر او د ستونزو پر مهال زغم؛ د غوسې او خوښۍ تر منځ برابري؛ او د ساده ژوند او انساني اړیکو په رڼا کې د نېکمرغۍ پېژندنه.
د شیعه ګانو د اتم امام، امام رضا (ع)، د زېږېدو د کلیزې رارسېدل ټولو مسلمانانو، او همدارنګه د نړۍ ټولو ازادو وګړو او د حقیقت لټوونکو پوهانو ته مبارکي وایو. دا ورځ یوازې یو مذهبي مناسبت نه دی، بلکې د داسې شخصیت د زېږېدو یادونه ده چې فکر یې د زمان او مکان له پولو اوښتې او لا هم د معاصر انسان لپاره الهام بخښونکی دی.
په داسې نړۍ کې چې له هویتي، اخلاقي او ټولنیزو کړکېچونو سره مخ ده، د امامانو ویناوو او حکمت ته ورګرځېدل، نه یوازې د تېر وخت لوري ته ستنېدل دي، بلکې د روښانه راتلونکي پر لور یو ګام بلل کېږي. امام رضا (ع) په لنډو خو ژورو ویناوو کې داسې اصول وړاندې کوي چې د معاصر انسان او ټولنې د بیا رغونې لپاره د یو چوکاټ په توګه کارېدلی سي.
ایمان د یو بشپړ نظام په توګه: د دین پېژندنه، د ژوند تدبیر او صبر
امام رضا (ع) د ایمان بشپړتیا په درې عناصرو کې بولي: د دین پېژندنه، په ژوند کې د تدبیر او پلان جوړونه، او په سختیو کې زغم. دا درې ګوني په حقیقت کې د انساني ژوند لپاره یو بشپړ نظام جوړوي.
د دین پېژندنه د باورونو ژور او پوهاوی لرونکی درک دی، نه یوازې تقلید. په نننۍ نړۍ کې چې معلومات په چټکۍ سره خپرېږي، بې له پېژندنې ایمان په اسانۍ سره کمزوری کېږي. معاصر انسان داسې ایمان ته اړتیا لري چې د عقل او پوهاوي پر بنسټ ولاړ وي.
دوهم عنصر «په ژوند کې اندازه او پلان جوړونه» ده؛ هغه څه چې نن د مدیریت او د فردي پرمختګ په علومو کې پرې ډېر ټینګار کېږي. امام رضا (ع) له پېړیو مخکې د نظم، توازن او پلان منل د ایمان د یوې برخې په توګه معرفي کړي وو. دا ښايي چې ایمان یوازې یو دنننی حالت نه دی، بلکې د ژوند په بڼه او چلند کې هم څرګندېږي.
او په پای کې، صبر؛ چې په نننۍ کړکېچنی نړۍ کې له ډېرو کمو پیدا کېدونکو اخلاقي ځانګړتیاوو څخه دی. د امام په نظر صبر یوازې چوپتیا یا بېحرکتي نه ده، بلکې یو فعال او شعوري مقاومت دی. د اقتصادي، ټولنیزو او حتې شخصي ستونزو پر وړاندې همدا صبر انسان له سقوط څخه ژغوري.
د احساساتو په لوړوالي کې اخلاق : د غوسې او خوښۍ اداره
په دوهم حدیث کې امام رضا (ع) د متوازن انسان یو دقیق انځور وړاندې کوي: هغه مؤمن چې په غوسه کې له حقه نه وځي او په خوښۍ کې باطل ته نه ګرځي.
دا وینا په حقیقت کې د «اخلاقي ځان کنټرولولو » بلنه ده. په ننني عصر کې چې ډېری پرېکړې د لنډمهاله احساساتو تر اغېز لاندې نیول کېږي—له ټولنیزو رسنیو نیولې تر سیاست او انساني اړیکو پورې—دا اصل د فردي او ټولنیز بلوغ د ارزونې لپاره یو مهم معیار ګڼل کېدای سي.
غوسه، که که کنټرول نه سي، کولای سي تاوتریخوالي، بېعدالتي او د اړیکو نړېدلو ته لاره هواره کړي. له بلې خوا، خوښي او رضایت هم که له حقه واوړي، انسان افراط، نامحدوده مصرف او بېمسؤولیتۍ لور ته بیايي.
امام رضا (ع) په دې حدیث کې یو ډول «متوازن اخلاق» انځوروي، چې پکښې انسان نه د غوسې بندي وي او نه د خوښۍ له امله مغرور کېږي. دا توازن د ټولنیز عدالت او د ټولنې د رواني روغتیا لپاره بنسټ جوړوي.
د نېکمرغۍ پیژندنه: سادګي او انساني اړیکې
په درېیم حدیث کې امام رضا (ع) د دنیا تر ټولو لوی خوند «پراخ کور او ډېر دوستان» بولي.
دا پېژندنه په لومړي نظر ساده ښکاري، خو په ژوروالي کې د معاصر ژوند د طریقې پر وړاندې یو جدي نيوکه ګڼل کیږی.
په داسې نړۍ کې چې نېکمرغي ډېری وخت د شتمنۍ، ځواک او مصرف په رڼا کې پېژندل کیږي، امام رضا (ع) هغه په دوو بنسټیزو عناصرو کې ویني: دنننی سکون (د پراخ کور نښه) او انساني اړیکې (ډېر ملګري).
پراخ کور یوازې د فزیکي ځای معنا نه لري، بلکې د ارامۍ، امنیت او د ژوند د پراخوالي نښه ده. او ډېر ملګري د ټولنیزې پانګې او انساني اړیکو ارزښت څرګندوي، هغه څه چې په نننۍ ډیجیټلي نړۍ کې په چټکۍ سره کمزوري کېږي.
دا لید موږ د نېکمرغۍ د پېژندنې بیا ارزونې ته رابولي: آیا رښتیا هغه څه چې موږ ته د خوښۍ احساس راکوي، هماغه څه دي چې موږ یې انګېرو؟
د امام رضا (ع) ویناوې، له خپل زمان څخه پورته، د معاصر انسان د ژوند په لاره کې د یوې روښانه څراغ په څېر ځلېږي. هغه په لنډه خو ژوره وینا کې ښايي چې ایمان بې له عقلانیت څخه، اخلاق بې له توازن څخه، او نېکمرغي بې له سادګۍ او انساني اړیکو څخه نیمګړي او نه پاتې کېدونکي مفاهیم دي.
په داسې نړۍ کې چې انسان تر هر وخت زیات له پېچلتیاوو، فشارونو او بېلابېلو کړکېچونو سره مخ دی، دغو لارښوونو ته ورګرځېدل نه یوازې یو انتخاب، بلکې یو اړتیا ده. که انسان وکولای سي دین په پوهاوي سره درک کړي، ژوند په هوښیارۍ اداره کړي، د سختیو پر وړاندې زغم ولري، خپل احساسات کنټرول کړي، او نېکمرغي په سادګۍ او مینې کې ولټوي، نو بیا هیله کېدای سي چې یوه لا انساني، عادلانه او ارامه ټولنه رامنځته سي.
د امام رضا (ع) زېږېدنه یوازې د یوه زېږون یادونه نه ده؛ بلکې زموږ په فکر، اخلاقو او د ژوند په طریقې کښې د بیا زېږون بلنه ده.




