د هرمز تنګه؛ د د زورواکې ډیپلوماسۍ هدیره

د امریکا جنګي بېړۍ نور د نولسمې پېړۍ د «وسله‌والې ډیپلوماسۍ» په څېر نه دي؛ د ایران مقاومت د «سمندري غلا او رواني جګړې» معادله بې‌اغېزې کړې ده.
د هرمز تنګه؛ د د زورواکې ډیپلوماسۍ هدیره

لیکوال: م. کهریزنوې

امریکا د زړې او له منځه تللي «زورپالې سمندري ډیپلوماسۍ» د تکرار له لارې، د جاپان له کاناګاوا تړون (۱۸۵۲) څخه د وینزویلا تر محاصرې (۱۹۰۲) پورې هڅه کړې چې د سمندري فشار او رواني جګړې په وسیله ایران د امتیاز ورکولو ته اړ کړي.خو تاریخي شننه ښايي چې د ټرمپ هغه ټویټونه چې د هرمز تنګې د «مهر او موم کېدو» او د کورنیو اختلافونو د القا په اړه دي، د ایران د منسجمې او تاریخي حافظه لرونکې ټولنې پر وړاندې د ناکامۍ له برخلیک سره مخ دي.
د مذاکراتو د دوو پړاوونو تجربو هم ثابته کړې چې هر کله امریکا او اسرائیل د خبرو مېز ته د پوځي برید ځواب ورکړی، د ایران له قاطع غبرګون سره مخ سوي دي؛ هغه غبرګون چې د ځواک توازن یې د مقاومت په ګټه بدل کړی دی.

د زورپالې سمندري ډیپلوماسۍ ریښه نولسمې پېړۍ ته رسېږي: جاپان ته د «پېري» بېړیو لېږل، د وینزویلا سمندري محاصره د درېیو اروپایي قدرتونو او امریکا له خوا، او په لاتینې امریکا کې لسګونه لاسوهنې؛ دا ټول پر یوې تګلارې ولاړ وو، یعنې: سمندري وېرونه + رواني جګړه + د داخلي اختلافاتو پارونه = سیاسي امتیاز اخیستل .خو دا نمونه هغه مهال بریالی کېږي چې هدف کمزوری ټولنیز انسجام او لنډه تاریخي حافظه ولري. د ایران اوسنۍ ټولنه نه یوازې دا چې د ۲۸ اسد کودتا، ظالمانه بندیزونو او د اټومي پوهانو ترور تاریخي حافظه نه ده بایللې، بلکې په تېرو ۴۷ کلونو کې یې پرله‌پسې ثابته کړې چې پوځي او رواني ګواښونه یوازې د ایران د خلکو ملي اراده لا پیاوړې کوي. د ټرمپ وروستۍ ادعاوې هم، چې د هرمز تنګې پر موضوع راڅرخي، د هماغې ستراتیژیکې تېروتنې له تکرار پرته بل څه نه دي.

د «کاناګاوا» د نمونې ماتې د «هرمز تګلارې» پر وړاندې
په نولسمه پېړۍ کې جاپان، چې تازه له انزوا راوتلی او فېوډالي جوړښت یې درلود، د امریکايي سمندري ځواک پر وړاندې د مقاومت توان نه درلود او اړ سوو چې یو نابرابر تړون لاسلیک کړي.
خو نن د ایران اسلامي جمهوریت یو سیمه‌ییز ځواک دی چې د توغندیز مخینوی ځواک، د هرمز پر ستراتېژیکې اوبولارې واکمنۍ، او د «اته کلنې نابرابرې جګړې» تجربې لرونکی دی.
ټرمپ او د هغه سلاکاران ګومان کوي چې د څو جنګي بېړیو په ځای پر ځای کولو، د رواني جګړې ټویټونو او د هرمز تنګې د «مهر او موم کولو» په یاوه وینا سره ایران زنګون وهلو ته اړ کولای سي، خو له دې ناخبره دي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو څو ځله ښودلې چې د «هرمز تړل» یوازې ګواښ نه، بلکې د دښمن د خوځښتونو پر وړاندې یو متقابل ظرفیت دی.
هغه څه چې په نولسمه پېړۍ کې د جاپان پر ضد اغېزمن وو، نن د ایران پر وړاندې نه یوازې بې‌اغېزې دي، بلکې سرچپه پایله ورکوي؛ ځکه سمندري ګواښ د ایران امکانات د پوځي نوښت او نامتقارن ځواک پر لور هڅوي.

د «داخلي درز» پر ضد رواني جګړه؛ هغه دام چې ټرمپ خپله پکښې لوېږي

هغه ټویټونه چې د «تندلارو او منځلارو» د ټکر، یا د «واکمنۍ د پرېکړې ناتوانۍ» انځور وړاندې کوي، هماغه پخوانی طريقه ده چې بریتانیا او امریکا پخوا په لاتینې امریکا کې کاروله. خو په عمل کې، د ټرمپ د وروستیو ادعاوو پر وړاندې په ایران کې د درې واړو قواوو (ولسمشرۍ، پارلمان او قضائیه قوې) د مشرانو همغږي او چټک غبرګون څرګنده کړه چې د ایران ټولنه داسې سیاسي بلوغ ته رسېدلې چې دا ډول طريقي بې‌اغېزې کوي. په تېرو پنځوسو ورځو کې، په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ د خپلو لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو استعفاوې او لیري کيدل لیدلې دي، ایران د داخلي درز هېڅ نښه نه ده تجربه کړې. دا د ملي یووالي ښکاره بریا او د دښمن د رواني عملیاتو شرموونکې ماته ده.

په هغو دوو تاریخي پړاوونو کې چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو مېز جوړ سوی وو، امریکا او اسرائیل پر ایران برید کړی؛ او په دواړو مواردو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له قاطع غبرګون سره مخ سوي دي.

دا د خبرو پر مهال د برید نمونه ښايي چې امریکا او اسرائیل هېڅکله د ډیپلوماټیکو ژمنو مراعت ته ژمن نه وو. خو هغه څه چې نړۍ باید وویني، د ایران برلاسی په دواړو ډګرونو کې دی:

په جګړه کې: د ایران بې‌پیلوټه الوتکې، د غږ له حد څخه چټک توغندي او دفاعي سیسټمونه د سیمې د امنیت معادله بدله کړې ده.

په خبرو کې: ایران هېڅکله د خبرو مېز نه دی پرېښی، بلکې تل د «عزت او هوښیارۍ» سره بېرته ورغلی دی. برعکس امریکا چې بې‌وفايي یې بنسټیزه کړې، د ایران اسلامي جمهوریت په عملي ډول ښودلې چې «مقاومه ډیپلوماسي» له «نرمښت لرونکی ډیپلوماسۍ» څخه ډېره اغېزمنه ده.
د امریکا بهرنی سیاست د تاریخ په «جال» کې بند پاتې سوی دی: لا هم ګومان کوي چې د خپلو جنګي بېړیو په وسیله کولای سي هغه څه وکړي چې په ادو خلیج (د اوسني توکیو خلیج) کې یې کړي وو. خو د نولسمې پېړۍ جاپان یو کمزوری او بې‌حرکته ټولنه وه؛ په داسې حال کې چې د یوویشتمې پېړۍ ایران یو «تمدني دولت» دی چې داسې تاریخي حافظه لري چې لوېدیځ یې د هېرولو هڅه نسي کولای. ټرمپ، د هغه ټیم او راتلونکي ځایناستي باید پوه سي چې رواني جګړه د داسې ملت پر وړاندې چې د اټومي شهیدانو او قاسم سلیماني په څېر څېرو ته درناوی لري، د طوفاني څپو پر اوبو د انځور رسمولو په څېر ده.
د ایران اسلامي جمهوریت وښوده چې د «سمندري فشار – داخلي درز – امتیاز اخيستلو » نمونه نه یوازې په هرمز تنګه کې ماتېږي، بلکې د سخت غبرګون سبب ګرځي. هغه څه چې له کاناګاوا څخه تر هرمز پورې تکرار سوي، د امریکا استعماري روحیه ده؛ او هغه څه چې له هرمز وروسته به دوام ومومي، د همدې روحیې قطعي ماته ده د هغه انسان په وړاندې چې عقل، اخلاق او تاریخي حافظه پر ثروت او قدرت نه پلوري. ایران نن نه د جاپان په څېر دی او نه د پخوانۍ وینزویلا په څېر؛ بلکې داسې نوې معادله یې رامنځته کړې چې هر سمندري ګواښ د مخنیوي د ځواک د اثبات فرصت ګرځي، او هر رواني فشار د ملي یووالي ازموینه ده چې له هغې څخه بریالی وځي. عبرت د واشنګټن او تل‌ابیب لپاره دا دی چې خبرو ته د برید په ځواب کې ځواب ورنه کړي، ځکه یوازینی پایښت لرونکی ځواب د هغوی ماته ده د ملتونو د عزت په سنګر کې، ان شاءالله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x