لیکوال: کهریزنوی
د هرات د دهمېري خونړۍ پېښه یو ځل بیا د افغانستان د ټولنې په بدن کې یو زوړ زخم تازه کړ؛ د « د شیعهګانو د هدفمندې ناامني» په نوم زخم. په داسې حال کې چې د هرات د طالبانو والي د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو ژمنه کوي، د هغه د شیعهګانو پر وړاندي د تکفیري نظرونو په یوه کتاب کې خپرېدل دا اساسي پوښتنه راپورته کوي چې آیا د طالبانو د رسمي ویناوو او ژورو ایډیولوژیکو باورونو ترمنځ کوم بنسټیز تضاد موجود نه دی؟
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د دهمېري په کلي کې ترهګریزه پېښه، چې پکښې څو شیعه وګړي ووژل سول، نه یوه جلا پېښه ده، بلکې په افغانستان کې د شیعهګانو پر وړاندې د هدفمن تاوتریخوالي د اوږدې لړۍ یوه بله کړۍ ده. له جمهوري نظام څخه تر نن ورځې پورې چې طالبان واکمن دي، دغه ټولنه څو ځله د ځانمرګو بریدونو، نامعلومو وژنو او منظمو تاوتریخوالو هدف ګرځېدلې ده.
په داسې فضا کې ، په هرات کې د طالبانو د والي ، نوراحمد اسلامجار هغه خبرې چې د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو ژمنه کوي، په ظاهره هیله بښونکې ښکاري؛ خو کله چې همدا چارواکی په یوه کتاب کې چې تکفیري محتوا لري، شیعهګان د عقیدوي انحرافاتو او حتی له کفارو سره د اړیکو په تور تورنوي، نو دا هیله په جدي شک بدلېږي.
د طالبانو والي د قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې د شیعهګانو وژنه «غیرانساني او د اسلامي اصولو خلاف» بولي. خو په خپل کتاب کې بیا شیعهګان یوه بېلارې ډله، درواغجن او حتی د کفارو وسیله معرفي کوي. دا ښکاره تضاد دا پوښتنه راپورته کوي:
آیا له داسې چا څخه چې په خپل باور کې یو شمېر مسلمانان تر تکفیر پورې رسوي، د رښتینې خواخوږۍ تمه کېدای سي؟
که یو حکومتي چارواکی په فکري کچه د یوې ډلې دیني مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، نو څنګه کولای سي په اجرایي کچه د هغوی امنیت تضمین کړي؟ اسلام د رحمت دین دی او په ښکاره ډول هر ډول بېځایه او بېپرېکړې تکفیر منع کوي. قرآن کریم د نساء سورت په ۹۴ آیت کې فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا»
یعنې: ای د ایمان خاوندانو! کله چې د الله په لار کې سفر کوئ، نو بشپړه څېړنه وکړئ، او هغه چا ته چې تاسو ته د اسلام سلام وړاندې کوي، مه وایئ چې ته مؤمن نه یې. دا آیت په ښکاره ډول ښايي چې حتی د جګړې په حالت کې هم د خلکو ایمان تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي روا.
اوس باید دا پوښتنه وسي: کله چې اسلام د تکفیر په اړه دومره حساسیت لري، څنګه یو حکومتي چارواکی ځان ته دا اجازه ورکوي چې یو لوی اسلامي مذهب په داسې ادبیاتو توصیف کړي؟ هغه هم د جعفري حق مذهب!
د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو له مخې، هر حکومت مکلف دی چې د خپلو ټولو وګړو امنیت، کرامت او د دیني ازادۍ حقونه تضمین کړي، خو له بده مرغه په افغانستان کې عیني واقعیتونه ښايي چې جعفري فقه له رسميت څخه غورځول سوې، د هغې تدریس په ښوونځیو او پوهنتونونو کې منع سوی، شیعهګان د واک له جوړښت څخه لیرې سوي او د هغوی مذهبي مراسم محدود سوي دي.
دا کړنې نه یوازې تبعیضي دي، بلکې د ښاریانو د حقونو ښکاره نقض هم بلل کېږي. آیا دا تګلارې، که قصدي وي او که ناڅاپي، د مذهبي تاوتریخوالي لپاره زمینه نه برابروي؟
تاریخ ښايي چې فزیکي تاوتریخوالی ډېری وخت له فکري تاوتریخوالي څخه پیلېږي. کله چې یوه ډله په رسمي وینا کې «بېلارې» یا «خطرناکه» معرفي سي، دا انځور وروسته د هغوی پر وړاندي د تاوتریخوالي لپاره د مشروعیت زمینه برابرولای سي.
آیا د داسې ادبیاتو خپرول د تاوتریخوالي لپاره د زمینې برابرول نه دي؟
آیا دا ډول لیدلوری افراطي ډلې د شیعهګانو پر وړاندي اقدام ته نه هڅوي؟
په طالبانو نیوکې سره یو ځای، له دې حقیقت سترګې پټول هم نه سي کېدای چې د اوسني وضعیت په رامنځته کېدو کې د امریکا رول هم سته. د امریکا څو لسیزې متضاد سیاستونه او مداخلې په افغانستان کې نه یوازې د ثبات سبب نه سوې، بلکې د هغو ډلو د پیاوړتیا زمینه یې هم برابره کړه چې نن د اقلیتونو امنیت ته ګواښ پېښوي. نن په هېواد کې له ۲۳ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي، چې د ځینو په رامنځته کېدو او پیاوړتیا کې امریکا یا مستقیم رول لري او یا غیر مستقیم.
او اوس هغه بنسټیزې پوښتنې چې د هر انسان ذهن بوخت ساتي:
آیا د افغانستان شیعه ټولنه کولای سي په داسې فضا کې د امنیت احساس وکړي؟
آیا د چارواکو ژمنې، پرته له دې چې په فکري جوړښت کې بدلون راسي، د باور وړ ګڼل کېدای سي؟
ولې یو څوک چې داسې بېلتون راوستونکي لیدلوری لري، د څو مذهبي ولایت په مشرۍ کې ټاکل کېږي؟
آیا د داسې لیدلوري پر وړاندې چوپتیا د هغې د تایید په معنا نه ده؟
د دهمېري پېښه یوازې یو انساني ناورین نه دی؛ بلکې هغه هېنداره ده چې د واک په جوړښت کې د وینا او باور ترمنځ ژور واټن څرګندوي. تر هغه وخته چې تکفیري فکر په حکومتي فکري جوړښتونو کې موجود وي، د اقلیتونو لپاره هیڅ رښتینی امنیت نه سي تضمین کېدای.
اسلام هغه دین دی چې پر «یووالي»، «رحمت» او «عدالت» ټینګار کوي، نه پر شړلو او لیري کولو. که افغانستان غواړي د ثبات پر لور حرکت وکړي، نو دا لاره د فکر د بدلون څخه پیلېږي، نه یوازې له ژمنو.
دا لیکنه یوازې یوه نیوکه نه ده، بلکې یو بلنه ده؛ بلنه د بیا کتنې، د عقل کارولو، د فکر کولو او د اسلام د سپېڅلي دین اصلي روح ته د بېرته ستنېدو لپاره. ځکه په پای کې هېڅ ټولنه د کرکې پر بنسټ نه سي پاتې کېدای، خو د عدالت پر بنسټ کولای سي روښانه راتلونکی جوړ کړي.




