لیکوال: م. کهریزنوی
د کندهار، بامیان او کابل له پوهنتونونو وروستي راپورونه ښايي چې طالبانو یو منظم کمپاین پیل کړی چې د شیعهګانو او نورو مذاهبو پیروان د حنفي مذهب منلو ته اړ کړي. دا اقدامات چې پکښې د تکفیر سمینارونه، د غیر حنفي مذهب پرېښودو لپاره د لیکلي ژمنې اخیستل او ټولنیز فشارونه شامل دي، د بشري حقونو نقض، د عقیدې د آزادۍ او د افغانستان د ملي یووالي خلاف بلل کېږي او د مذهبي تنوع د له منځه وړلو جدي خطر ګڼل کېږي.
افغانستان د پېړیو راهیسې د بېلابېلو اسلامي مذاهبو، په ځانګړي ډول د شیعه او سني، ګډ ژوند ځای پاتې سوی دی. د پخواني اساسي قانون (د جمهوریت دورې) له مخې د جعفري مذهب د اهل بيتو د پیروانو له مذاهبو څخه په رسمیت پېژندل کېدل د دې مذهبي تنوع د ساتنې مهم ګام وو. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نه یوازې دا قانون لغوه سوو، بلکې له پوهنتونونو او لیرې ولایتونو څخه راپورونه ښايي چې د مذهبي یو ډول کولو منظم بهیر روان دی.
د رسنیو له مخې، طالبانو په کندهار پوهنتون کې په یوه رسمي سمینار کې په ښکاره ډول شیعهګان تکفیر کړي دي. تکفیر په تعلیمي فضا کې نه یوازې د لوړو زده کړو له اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د سولهییز ګډ ژوند بنسټونه هم زیانمنوي. د بامیان محصلین وايي چې له هغوی څخه لیکلي ژمنه اخیستل سوی چې د «یووالي د ساتلو» لپاره به د ابوحنیفه مذهب تعقیبوي. حال دا چې ریښتینی یووالی د زور له لارې نه، بلکې د توپیرونو په منلو رامنځته کېږي.
د بلخ پوهنتون په ۱۴ مادهیي سند کې، شپږمې مادې په ښکاره ډول د حنفي مذهب پیروي د « یووالي » شرط ګرځولی دی. سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو راپور د بدخشان له اسماعیلیانو څخه لږ تر لږه د ۵۰ کسانو د جبري مذهب بدلون یادونه کوي، او په هرات کې د شیعهګانو پر غونډو وسلهوال بریدونه د یوې بشپړې انځوریزې پایلې په توګه څرګندېږي: دا یوه څو اړخیزه تګلاره ده چې پکښې تعلیمي فشار، مالي ګواښ (د مذهب بدلولو په صورت کې د انعام ورکول)، او فزیکي تاوتریخوالی شامل دي.
که د طالبانو د څلورو کلونو د واکمنۍ قوانین سره یوځای وکتل سي، داسې برخې څرګندېږي چې ښايي د جبري مذهب بدلون په اړه راپورونه رښتیا دي :
د جمهوریت پر مهال جعفري مذهب په رسمیت پېژندل سوي وو او د جعفري فقهي تدریس په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ازاد وو، خو طالبانو د واک د ترلاسه کولو سره سم دا رسمیت لغوه کړ.
اوس لیدل کېږي چې د جعفري فقهي د تدریس بندیز په پوهنتونونو کې د حنفي مذهب د منلو د لیکلي ژمنې له اجبار سره یو ځای سوي دي .
د قضایي نظام څخه د جعفري مذهب لیرې کول د رسمي سمینارونو په ترڅ کې د شیعهګانو له علني تکفیر سره تړل سوي دي.
پر اسماعیلیه وو د فشار لړۍ د مذهب بدلولو په بدل کې د مالي انعامونو د ژمنې له لارې تعقیبېږي.
دا نمونه ښايي چې د کندهار، بامیان او کابل د پوهنتونونو راپورونه یوازې جلا او بېل موارد نه دي، بلکې یوه منظمه او هدفمنده کړۍ ده چې مقصد یې د مذهبي تنوع له منځه وړل او د «یو مذهبي افغانستان» رامنځته کول دي.
د طالبانو د سرحدونو وزیر نورالله نوري ښکاره خبرې چې ویلي یې دي «نن په افغانستان کې د یوه مذهب حاکمیت د خوشحالۍ خبره ده»، د دې ډلې د ستراتیژیک نیت پرده پورته کوي.
د اخلاقي فلسفې او د بشري حقونو له نظره، د «لا إکراه فی الدین» اصل یوازې یو قرآني حکم نه دی، بلکې یو نړیوال او د تاریخ له محدودیتونو پورته بنسټیز اصل ګڼل کېږي. خو تر دې ورهاخوا، د اسلام پاک محمد (ص) له لیدلوري، رښتینی ایمان د انسان په زړه او اختیار سره سنجول کېږي، نه د زور او جبر له لارې.
په مکتب اهل بیت (ع) کې، چې د قرآن او نبوي سنت بشپړ تفسیر ګڼل کېږي، د زور له لارې د مذهب بدلول نه یوازې باطل، بلکې ستره ګناه بلل سوې ده؛ ځکه چې الله تعالی فرمایي: «وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ» (یونس، ۹۹).
یعنې: که ستا رب غوښتلی وای، نو ټول هغه کسان چې په ځمکه کې دي په زور به یې ایمان راوړی وای؛ نو اې پېغمبره! آیا ته خلک مجبوروې چې په زور مؤمنان سي؟
په پایله کې، که خدای تعالی غوښتلی، کولای یې سول چې ټول انسانان په جبر مؤمن پیدا کړي، خو انسان یې مختار پیدا کړی دی تر څو ایمان د آزاد انتخاب له لارې وي، نه د زور له لارې. ځکه جبري ایمان هېڅ ارزښت نه لري؛ هغه څه چې د خدای په وړاندې ارزښت لري هغه ایمان دی چې د پوهې او آزادې پرېکړې له مخې رامنځته سي.
هر ډول هڅه چې د زور له لارې د مذهب بدلولو لپاره وسي، نه یوازې د عقل او اخلاقو خلاف ده، بلکې د الهي ارادې سره هم په ټکر کې ده.
د پوهنتونونو بدلول د جبري مذهب بدلولو په کمپاینونو باندي، د افغانستان نوي نسل له دوو غیرانساني انتخابونو سره مخ کوي: یا د داسې ایمان ښکاره کول چې په زړه کې یې نه لري، یا له تعلیمي نظام څخه محرومېدل. دا سیاست نه یوازې د هېواد ټولنیزه پانګه له منځه وړي، بلکې د نسلونو ترمنځ د مذهبي کرکې او ژورې بېباورۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځي. تاریخي تجربه ښايي چې جبري یو ډول کول، د یووالي پر ځای، د داخلي بېثباتۍ او وېش لامل ګرځي.
حقیقي یووالی د «بل» د له منځه وړلو له لارې نه رامنځته کېږي، بلکې د بېلابېلو ديني دودونو د درناوي له لارې، د اسلام د رښتيني روح په چوکاټ کې ترلاسه کېږي. جعفري مذهب، لکه څنګه چې پېړيو راهيسې په دې خاوره کې د حنفي مذهب ترڅنګ په سولهییز ډول ژوند کړی، شرعي او تاريخي حق لري. اسلام خپلو پيروانو ته امر کړی چې اهل کتاب او حتی مشرکان په نرمۍ او حکمت سره دعوت کړي، نو د هغو ديني وروڼو په اړه خو لا ډېر چې يوازې په فقهي څانګو کې اختلاف لري.
د زور له لارې د مذهب بدلول نه یوازې شرعاً حرام دي او د «إکراه فی الدین» څرګنده بېلګه ګڼل کېږي، بلکې په عرفي توګه د طالبانو لپاره د نړۍ د خلکو د بېباورۍ او بدنامۍ لامل هم ګرځي. که طالبان په افغانستان کې د ټولو مسلمانانو د ملاتړ دعوه لري، نو باید د نورو اسلامي مذاهبو پيرو ته اجازه ورکړي چې خپل اولادونه د خپل مذهب له مخې وروزي، پرته له دې چې د تبعیض يا د ردولو له وېرې سره مخ وي.
هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، د دین د سادهلوحۍ یوه غمېزه ده؛ داسې انګېرل کېږي چې د مذهبي تنوع له منځه وړل به واک پیاوړی کړي، حال دا چې تاریخ ښايي هغه ملتونه چې تنوع له منځه وړي، له دننه فاسدېږي. طالبان باید دا ومني چې یوازې د حنفي فقهي شتون، د جعفري فقهي له حضور پرته، د هغه وزر په څېر دی چې یو اړخ یې دروند سوی وي او د پرواز توان نه لري.
هغه ټولنه چې خپل زدهکوونکي د خولي، ږیرې او مذهبي ژمنو ته مجبوروي، نه یوه مؤمنه ټولنه جوړوي، بلکې یوه وېرېدلې او زورواکه ټولنه رامنځته کوي. رښتینی ایمان په هغو زړونو کې وده کوي چې په ازادۍ سره انتخاب کوي، نه په هغو ټولګیو کې چې د تکفیر او د انعام د ګواښ تر فشار لاندې مذهب بدلول پکښې ترسره کېږي.
آیا هغه هېواد چې بېلابېل مذهبونه یې پېړۍ پېړۍ له یو بل سره په ګډ ژوند کې تېر کړي دي، اوس به د بل له منځه وړلو سره یووالي ته ورسېږي، که به د تنوع د خاورې پر سر د هویت د شخړو اور بل سي؟ عقل وايي: هېڅ واک او قدرت تلپاتې نه وي، تر څو چې د عدالت او د توپیرونو د منلو پر بنسټ نه وي ولاړ. او دا د تاریخ تر ټولو لوی درس دی د نن او سبا د واکمنانو لپاره.




