د افغانستان د ژغورني لپاره د ملي مقاومت شورا د طالبانو د تماس کمېسیون له لوري د جلاوطنه سیاسي څېرو د بلنې په غبرګون کې یو روښانه او منظم دریځ وړاندې کړی دی. دې شورا د کړکېچ د حل په توګه یوازې محدودو بلنو ته رد ورکړی او د یو پراخ، ټولشموله او د نړیوالې څارنې لاندې سیاسي بهیر غوښتنه یې کړې ده، او په ټاکلي چوکاټ کې یې د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
دا دریځ یو ځل بیا د طالبانو او د هغوی د سیاسي مخالفینو ترمنځ ژور واټن څرګندوي.
د ملي مقاومت شورا په خپل بیان کې یو هوښیار او څو اړخیز دریځ غوره کړی دی. دې شورا د سیاسي څېرو د بېرته ستنېدو د شرط منلو په ردولو سره ځان په یو انعطافمنونکي خو اصولي دریځ کې څرګند کړي او د ملګرو ملتونو او د سیمې او نړۍ د اغېزمنو هېوادونو تر څار لاندې د خبرو اترو وړاندیز یې کړی دی. دا دریځ دوه مستقیم پیغامونه لري: یو نړیوالې ټولنې ته چې د افغانستان کړکېچ لا هم حل سوی نه دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري؛ او بل طالبانو ته چې د انحصاري چلند له بدلون پرته هېڅ دوامدار حل ممکن نه دی.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې څو ځله مخالفينو ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې، خو دا بلنې په عملي ډول له ژورې بېباورۍ سره مخ سوي دي. د دې بېباورۍ لاملونه څو دي: لومړی، د طالبانو د حکومت انحصاري ماهیت او د سیاسي جریانونو تقریباً بشپړ حذف؛ دوهم، د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو او قومي او مذهبي اقلیتونو پراخه ځپنه؛ او درېیم، د طالبانو تاریخي مخینه د تړونونو او نړیوالو ژمنو په نه عملي کولو کې. د مخالفينو له نظره بېرته ستنېدل د سیاسي ګډون بلنه نه، بلکې د «تسلیمۍ» بڼه ګڼل کېږي.
د مقاومت شورا په خپل بیان کې د غوښتنو یو مشخص لېست وړاندې کړی چې د کړکېچ د ابعادو ژور درک ښايي. د خلکو پر رایه ولاړ نظام، آزادې او شفافې ټاکنې، د سیاسي ګوندونو فعالیت، د ښځو او انجونو حقونه او د حساب ورکونې جوړښت، هغه بنسټیز ټکي دي چې د طالبانو په اوسني جوړښت کې نه دي منل سوي. دې شورا په عملي ډول دا نه دي غوښتې چې د طالبانو نظام دې ونړېږي، بلکې د حکومت په ماهیت او جوړښت کې اساسي بدلون غواړي.
د مقاومت شورا د ملګرو ملتونو او د اغېزمنو هېوادونو په بلنه د خبرو اترو د اسانتیا او څارنې غوښتنه بیا دا بنسټونه د پام مرکز ته راوړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول په وروستیو کلونو کې زیاتره غبرګوني او محدود پاتې سوی او پر طالبانو د اغېزمن فشار توان نه لري. د نړیوالې جدي ارادې او د سیمهییزې هوکړې پرته هر ډول سیاسي بهیر د تېرو ناکامو تجربو له تکرار سره مخ دي.
د ملي مقاومت د شورا اعلامیه یوازې د طالبانو د بلنې ساده رد نه دی، بلکې نسبتاً منظم سیاسي او دیپلوماتیکه طرحه ده. دې شورا د مشخصو شرایطو په وړاندې کولو سره، خپل سیاسي اعتبار ساتلی او د سیاسي لوبې توپ یې د طالبانو او نړیوالې ټولنې پر لور اړولی دی. اصلي پوښتنه دا ده چې آیا طالبان به د یوه ټولشموله او واقعي خبرو اترو بهیر منلو ته چمتو سي، او که لا هم د خپل واک په یو اړخيزې تګلارې ټینګار کوي؟ د دې پوښتنې ځواب به د افغانستان راتلونکی سیاسي برخلیک وټاکي.




