لیکوال: ډاکټر نجفي
د انسان د تاریخ او د اختراعاتو، موندنو او نوښتونو د کیسې مطالعه ښايي چې دا پېچلی او استعداد لرونکی موجود، تر ټولو ډېر اختراعات او نوښتونه د جګړو، فشارونو او سختو شرایطو (په ځانګړي ډول د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې) پر مهال کړي دي.
د انسان ذهني او عصبي جوړښت او د هغه فزیکي-وجودي میکانیزم داسې جوړ سوی چې د ستونزو، سختیو او خطرونو پر مهال د هغه ذهني او فزیکي وړتیاوې په خپله فعاله او پیاوړې کېږي. انسان د خپل ژوند د بقا او د خپل شتون د دفاع لپاره داسې لارې کشفوي چې مخکې نه وو پر تللي، او حیرانوونکي نوښتونه او اختراعات ترسره کوي .
ایرانيان چي د لوړ استعداد او ښه ذوق لرونکي دي هغه وخت چي د دوو بدو او شيطاني قدرتونو له خوا په هممهاله بريد او يرغل سره مخ سول او خپل موجوديت يې په خطر کي وليد د هغوی ذهني او فکري وړتياوې فعاله سوې او نوي نه پېژندل سوي لارې او ناپېژندل سوي وسايل يې کشف او وپېژندل چي په پايله کي د هغوی د لوړوالي او بري سبب سوه پر هغو شيطاني ځواکونو چي ماشومان وژونکي او ماشوم خوړونکي بلل سوي دي.
په دې ليکنه کي د دغو نويو کشفونو او نوښتونو څخه ځينو ته چی د څلوېښت ورځنۍ جګړې په جريان کي ترلاسه سوي اشاره کېږي:
الف د هرمز تنګي د اټمي بم کشف
د هرمز تنګه د يو ستراتيژيک سمندري لارې په توګه، چې د نړۍ شل سلنه د انرژۍ سرچينې له همدې لارې تېرېږي، زرګونه کاله د ايران او عمان په سواحلو کي موجوده او روانه وه، بې له دې چي د دوو ګاونډيو هېوادونو لپاره کوم مهم ګټه يا کارېدنه ولري. کښتۍ او د تېلو ټانکرونه به د ساحلي هېوادونو له کنټرول او څارنې پرته له دې تنګي او مهمې لارې تېرېدل.
خو په وروستۍ څلوېښت ورځنۍ جګړه کي، ايرانيانو د دې تنګي ستراتيژيک او مهم ارزښت درک کړ او پوه سول چي د هرمز تنګي په بندولو سره کولای سي د امريکا اروپا لوېديځ هېوادونه او د هغوی اسرائيلي او عربي متحدين تر فشار لاندې راولي او د نړۍ پر اقتصاد د توکو پر بيو او د انرژۍ پر بازار اغېز وکړي.
د هرمز تنګي د بېساري او بري راوړونکي ارزښت کشف د ايرانيانو په څلوېښت ورځنۍ جګړه کي تر ټولو مهم کشف و. اوس ايران د لوبې یو برخلېک ټاکونکي کارت هم په جګړه او هم د مذاکراتو په ډګر کي په لاس کي لري او د ايران د انتخابونو پر ميز نورې لارې هم زياتې سوي دي. د شنونکو په وينا د ايران اټومي وسيله د هرمز تنګي دي، نه اټومي بم يا سرګلوله
ب) د سړک جهاد او د ټوليز بسيج کشف
که څه هم اسلامي جمهوريت د يو ولسواک نظام په توګه تل د خلکو پر حضور او ګډون ټينګار کړی دی، خو د وروستۍ څلوېښت ورځنۍ جګړې پر مهال يې «د سړک جهاد» او د ښارونو په ميدانونو کي د ولسي خلکو د مخکښ رول کشف او څرګند کړ.
سياسي نظام، پوځ او د ايران ولس د روژی میاشتی په برخلېک ټاکونکې جګړه کي دې نتيجې ته ورسېدل چي د ښارونو په سړکونو او ميدانونو کي د خلکو پراخ حضور يو ډېر ستر ځواک او اغېز لري او په عملي ډول يې دا درک کړ چي د بيرغ پورته کوونکو او شعار ويونکو خلکو رول د هيلو او بري په جوړولو کي تر ډېره د ډرون الوتکو او توغنديو له رول څخه کم نه دي.
د روژی مياشتي نابرابره جګړې او تاريخ جوړوونکي مقاومت، د «سړک جهاد» په نوم يو نوی عنصر او د ښارونو په ميدانونو کي د خلکو حماسي حضور د قدرت په معادلو کي داخل کړ، چي د مخنيوي توان يې تر اټومي وسلو کم نه دی.
امريکا او اسرائيل د يو ګډ کار وېش او د دندو د ويش پر بنسټ پر ايران حمله وکړه. د دې وېش له مخې، پراخ پوځي بريدونه او بهرنی او نړيوال فشار د امريکا، اسرائيلو او د هغوی د لوېديځو او عربي متحدينو په غاړه وو، او داخلي ګډوډي، د سړکونو تاوتريخوالی او په سرحدونو کي بېلتون غوښتونکي تحريکونه د کورنيو خيانتکارانو برخه ګرځول سوې وه. هغوی باوري وو چي د دغو هممهاله داخلي او خارجي فشارونو په نتيجه کي به د ايران نظام ژر سقوط وکړي او هېواد به د وېش سره مخ سي.
خو په مقابل کې، اسلامي جمهوریت هم د همدې دندې د وېش پر بنسټ، د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې د دفاعي جګړې دنده خپلو وسلهوالو ځواکونو ته وسپارله، او د داخلي وطنپلورونکو د دسیسو او احتمالي خوځښتونو مخنیوی یې د خلکو پر غاړه کېښود؛ تر څو هغوی د خپلو سړکونو د جهاد او حماسي حضور له لارې د دښمن پنځمه ستنه بېحرکته او فلج کړي.
البته ایرانیانو نورې مؤلفې او وسایل هم کشف کړي چې په دې لنډه لیکنه کې د هغوی د یادولو ځای نسته.




