سوله د ګواښ د سياست پر وړاندې؛ کله چې پاپ ټرمپ له اخلاقي ننګونې سره مخ کړ

د سخت ځواک او اخلاقي ځواک مخامختيا؛ ولې د واتیکان ږغ تر سپينې ماڼۍ لوړ سو؟
TRUMP

ليکوال: ز. نظري

د نړۍ د زياتېدونکو کړکېچونو او د ټرمپ د توندې او ګواښونکې وينا په منځ کي، دا ځل پاپ لېون په ارامه خو ټينګه ژبه د سولې بيرغ اوچت کړ. دا مخامختيا يوازي يو سياسي اختلاف نه دی، بلکي د دوو نړۍ ليدونو ټکر دی: يو پر ګواښ ولاړ، او بل د اخلاقو، انساني کرامت او عقلانيت پر بنسټ ولاړ.

په معاصر تاريخ کي لږ پېښ سوي دي چي د کاتوليک کليسا مشر په مستقيم او څرګند ډول د امريکا د ولسمشر پر وړاندي دريځ ونيسي. خو د نننۍ نړۍ وضعيت، په ځانګړي ډول د ايران پر ضد د ګواښونو او پوځي بريدونو تر سيوري لاندي، دا سبب سو چي د واتیکان پاپ له خپل دوديز چوپتيا څخه ووځي او په اخلاقي ژبه د ټرمپ د جګړه‌ غوښتونکي خطاب پر وړاندې ودرېږي. دا مخامختيا له يوازي لفظي شخړې پورته، د «واکمن سياست» او «مسوول اخلاقيت» تر منځ د ژور واټن څرګندونه ده.

د پاپ څرګندونې تر سياسي اړخه زيات د بشر د حقونو په بنسټيزو اصولو ولاړې دي؛ لکه «د ژوند حق»، «انساني کرامت» او «د تاوتريخوالي رد». هغه د يو تمدن د له منځه وړلو د ګواښ د ښکاره رد له لاري، په حقيقت کي د اخلاقو له تر ټولو بنسټیز مفهوم څخه دفاع کړې ده: «د انسان د ژوند حرمت».

د پاپ ادبيات، د ټرمپ د سخت او سپکونکي لحن پر خلاف، له وقار، مسووليت‌پالنې او انسان‌دوستي ډک دي. هغه نه د شخصيت د سپکاوي هڅه وکړه او نه يې احساسات راوپارول، بلکي په يوه ساده خو ژوره جمله يې وويل:

«د ستونزې د حل لپاره ښه لاره شتون لري.»

دا جمله د نړيوال اخلاقو لنډيز دی؛ هغه اخلاق چي يوازي په مسيحيت نه، بلکي په اسلام، بوديزم او نورو معنوي مکتبونو کي هم ګډ دي. بايد په څرګند ډول وويل سي: دا ډول وينا د مسيحي نړۍ د معنوي مشر لپاره مناسبه ده، او داسي غږ د ستاينې وړ دی.

په سياسي ډګر کي پاپ لېون له «نرم ځواک» څخه کار اخلي؛ هغه ځواک چي د اخلاقي مشروعيت او معنوي نفوذ پر بنسټ ولاړ دی، نه د پوځي زور پر بنسټ. د هغه د جګړې پر وړاندي دريځ په حقيقت کي د يو پراخ نړيوال کړکېچ د مخنيوي هڅه ده.

له ډيپلوماتيک نظره د پاپ لېون څرګندونو څو مهم پيغامونه لرل:

د کړکېچ د زیاتېدو پر ځای د هغه د کمولو بلنه ، د خبرو اترو او سوله‌ييزو حل لارو پر ارزښت ټينګار او د جګړې د انساني پايلو په اړه خبرداری ؛ په مقابل لوري کي ، د ټرمپ د جګړه‌ غوښتونکي لحن او تګلارې د ګواښ پر بنسټ د هغه ډيپلوماسۍ نښه ده چي په اوسنۍ نړۍ کي نه يوازي اغېزمنه نه ده بلکي د سياسي انزوا سبب هم کېدای سي.

په امريکا اروپا او آسيا کي د ټرمپ او د هغه د ټيم د جګړه‌ غوښتونکو سياستونو پر ضد پراخ اعتراضونه د څو مهمو عواملو له امله راپورته سوي دي:

الف) د امریکا له جګړو تاريخي ستړيا
د عراق او افغانستان له لګښتمنو جګړو وروسته، عام وګړي نور د نويو بې‌محاسبې پوځي اقداماتو زغم نه لري.

ب) نړيوال پوهاوی او رسنۍ
نن ورځ د نړۍ خلک په چټکۍ سره د جګړې له پايلو خبریږي له انساني مرګ ژوبلې نيولې تر اقتصادي او د کډوالۍ کړکېچونو پورې

ج) د ايران له وګړو سره همدردي
د نړۍ ډېری وګړي د دولتونو او ولسي نظامونو تر منځ توپير کوي او د جګړه‌ غوښتونکو او د ماشومانو د وژنې په تور يادېدونکو دولتونو او د ولسي نظامونو تر منځ جلاوالی مني او له عادي وګړو او ولسي نظامونو سره د همدردۍ احساس لري.

د) د يواړخيزو سياستونو بې‌باورې
يواړخيز او يرغلګرانه سياستونو په نړيوال افکارو کې خپل مشروعيت له لاسه ورکړی دی.

او ولې پاپ داسې دريځ غوره کړ؟ د پاپ دريځ له څو اړخونو تحليل کېدای سي؛ هغه ځان د سولې او انسانيت د دفاع مسوول بولي، نه د سياسي ګټو. کليسا د تاريخ په اوږدو کي د جګړو له ناوړه پايلو څخه زده کړه کړې او نن هڅه کوي چي د هغو د تکرار مخه ونيسي، او پاپ درک کوي چي له ايران سره د شخړې دوام کولای سي ټوله سيمه او نړۍ ګډوډي ته يوسي، همدارنګه د جګړې د ګواښ پر وړاندې د هغه چوپتيا کولای سوای د پاپ اعتبار زيانمن کړي.

په نتيجه کي د پاپ څرګندونې يوازي احساسي غبرګون نه دی، بلکي يو ژور سنجول سوی او مسوولانه تصميم دی، او بيا هم بايد وويل سي: «د پاپ دا اخلاقي زړورتيا د ستاينې وړ ده .»

د ټرمپ او پاپ تر منځ مخامختيا يوازي يو سياسي اختلاف نه دی بلکي د نړۍ د راتلونکي لپاره د دوو بېلو لارو نښه ده يوه لاره د ټرمپ ده چي پر ګواښ ، د ماشومانو پر وژنې د ځواک پر ښودنې او بې‌ثباتۍ ولاړه ده او بله لاره د پاپ ده چي پر خبرو اترو ، اخلاقو او د سولې پر محور ولاړه ده.

په داسې نړۍ کي چي تر هر وخت زيات عقلانيت او همدردۍ ته اړتيا ده، د پاپ ږغ دا حقيقت بيا را يادوي چي رښتينی ځواک د له منځه وړلو په توان کي نه دی بلکي د انسانيت په ساتنه کي نغښتی دی.


که د نړۍ سياستوال د ګواښونو د سيالۍ پر ځای د اخلاقو په سيالۍ بوخت سي نو کېدای سي د بشر لپاره يو بدل سوی راتلونکی رامنځته سي هغه راتلونکی چي پکښي هېڅ تمدن د له منځه وړلو له ګواښ سره نه مخ کېږي بلکي ټول په ګډه د پرمختګ او سوکالۍ پر لور حرکت کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x