ليکوال: ز. نظري
د امام جعفر صادق (ع) شهادت يوازي يو تاريخي پېښه نه ده، بلکي د اسلامي اند په تاريخ کي يو برخلېک لیکونکی ټکی دی؛ هغه امام چي د عباسي خلافت د سياسي فشارونو په منځ کي، په ځانګړي ډول د منصور دوانيقي په زمانه کي، يوازي له منځه ولاړ نه، بلکي د علم، اخلاقو، فقهې او عقلانيت د يو ستر مکتب بنسټ یې کېښود.
په هغه زمانه کي چي امام صادق (ع) ژوند کاوه، لږ داسې شخصيتونه پيدا کېږي چي هم مهاله د دين عالم، د اخلاقو پوه، د فکري مکتب بنسټګر او د سياسي زورواکي پر وړاندې د مقاومت نښه وي.
امام جعفر صادق (ع) د همدې فکري نظام له تر ټولو وتلو څېرو څخه دی؛ هغه امام چي په دوهمه هجري پېړۍ کي، د عباسي خلافت د سياسي ګډوډيو او سختو امنيتي فشارونو په منځ کي وتوانېد د خپل وخت تر ټولو ستر اسلامي علمي مرکز جوړ کړي.
د هغه پر وړاندې د عباسي سياسي واکمنۍ ځواک د منصور دوانيقي په مشرۍ ولاړ و؛ هغه خليفه چي د سياسي قدرت د پراخېدو تر څنګ د امام صادق (ع) له فکري نفوذه سخت اندېښمن و.
د امام صادق (ع) علمي مکتب د اسلامي علومو په تاريخ کي يو مهم بدلون ګڼل کېږي. هغه په داسې حالاتو کي چي اسلامي نړۍ سياست ته په لومړیتوب ورکولو او د قدرت غوښتلو په لانجه کي ښکېل وه، د علم لاره له سياسته يي جلا کړه او پر «عقل، نقل او اخلاقو» يې ودروله.
د هغه د مکتب د علومو پراخوالی فقه، کلام، فلسفه، کيميا، طبيعي علوم او اخلاق رانغاړي. له همدې امله جعفري فقه د محمدي فقهې يا ديني لارښوونو هغه بڼه ده چي د قرآن او وحي له لارې رسول الله (ص) ته رسېدلې ده. د اسلامي نړۍ ډېر لوی پوهان په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه له دې مکتب څخه اغېزمن سوي دي.
د امام صادق (ع) د فکري ځانګړتياوو له جملې څخه تر ټولو مهمه ځانګړتيا پر عقلانيت ټينګار دی. د هغه په نظر ايمان بېله تفکره ناقص دی او ديني معرفت بايد د ژور فهم او تعقل پر بنسټ ولاړ وي.
د امام صادق (ع) اخلاقي تګلاره پر درې اصولو ولاړه وه:
د انسان کرامت
ټولنيز عدالت
انساني اړيکې (صله رحم او ټولنيز مسووليت)
په ګڼو رواياتو کي راغلي چي هغه حتٰی له خپلو مخالفينو سره هم د کرامت چلند درلود. دا اخلاقي ليدلوری ښايي چي د هغه په اند دين د نورو د حذف وسيله نه، بلکي د انسان او ټولني د اصلاح لاره ده.
د امام صادق (ع) د ژوند دوره د عباسي واکمنۍ د تثبيت له پړاو سره هم مهاله وه. سياسي فشارونه، احضارونه او پرلهپسې ګواښونه د منصور دوانيقي له خوا د هغه د ژوند مهمه برخه جوړوله.
خو سره له دې، امام (ع) د وسلهوالې جګړې پر ځای د «فکري مقاومت» لاره غوره کړه. دا يو ستراتيژيک او تمدن جوړونکي انتخاب و؛ ځکه د تاوتريخوالي پر ځای يې د علم او انسان روزنې لاره رامنځته کړه.
د امام صادق (ع) مکتب يوازي يو مذهبي جريان نه و، بلکي يو تمدني پروژه وه؛ هغه د منظمې فقې بنسټ کېښود، عقلانيت يې په الهياتو کي بنسټیز کړ، ګڼ شمیر شاګردان يې وروزل او د علمي خبرو اترو بنسټ يې پياوړی کړ. له همدې امله د اسلامي فقهې ډېری مکتبونه په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه له دې بهير څخه اغېزمن سوي دي.
په افغانستان کي د امام صادق (ع) د مکتب پيروان، چي د جعفري شيعه په نوم يادېږي، د دې هېواد په تاريخ کي په علمي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کي مهم رول لوبولی دی.
دا ټولنه د زدهکړې او لوړو تحصيلاتو په برخه کي فعاله پاتې سوې ده، په ښاري اقتصاد او بازار کي يې مهم رول لوبولی دی، د فرهنګي او رسنيزو پرمختګونو په برخه کي يې لویه ونډه درلوده، او د ټولنيز ګډ ژوند په ډګر کي يې د افغانستان د فرهنګي جلاوالي له مهمو ستنو څخه شمېرل کېږي.
د ديني ټولنپوهنې له نظره، د دې بهير شتون په افغانستان کي د «مذهبي څو ږغيتوب» او «فکري جلاوالي » په پياوړتيا کي مرسته کړې ده. د افغانستان د جمهوريت په دوره کي، جعفري مذهب د هېواد له رسمي مذهبونو څخه په رسميت پېژندل سوی وو؛ خو د طالبانو له بيا راتګ وروسته، د جعفري مذهب رسميت لغوه سو او پر شيعهګانو نور محدوديتونه هم ولګول سول.
دا په داسې حال کي ده چي د مذهبي حقونو هر ډول محدودول کولای سي يو شمېر جدي پايلې ولري، لکه د ملي يووالي کمزوري کېدل، د ټولنيزو واټنونو زياتېدل، د عام باور کمېدل او د ملتجوړونې بهير ته زيان رسېدل. په داسې حال کي چي تاريخي تجربه ښايي چي مذهبي جلاوالي، که په رسميت وپېژندل سي، د شخړې پر ځای د ثبات او ګډ ژوند وسيله کېدای سي.
امام جعفر صادق (ع) يوازي د تاريخ يا مذهب په چوکاټ کي نه سي محدود کېدلای؛ هغه يو «عقلمحوره تمدني پروژه» ده چي تر اوسه هم په معاصره نړۍ کي د بيا لوستلو او ارزولو وړ ده.
په هغه نړۍ کي چي تاوتريخوالی، افراطيت او د هويت کړکېچ زيات سوی دی، د امام صادق (ع) مکتب ته ستنېدل د تعصب پر ځای عقلانيت، د جهالت پر ځای علم، د تاوتريخوالي پر ځای اخلاق او د حذف پر ځای خبرو اترو ته ستنېدل دي. په پای کي د امام صادق (ع) ميراث يو ژوندی حقيقت دی؛ دا چي دين، که له عقل، اخلاق او عدالت سره مل سي، نه يوازي د فرد د نجات سبب ګرځي، بلکي د انساني تمدن د جوړېدو سبب هم ګرځي.




