لیکوال: ز. نظري
په داسې حال کې چې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا مذاکرات په اسلامآباد کې پیل سوي، د قالیباف او ګوترش څرګندونې د «ښه نیت» دوه متضاد روایتونه وړاندې کوي.
د دوو پخوانیو ناڅاپي جګړو تریخې تجربې ایران دې ته اړ کړی چې له یوې خوا صبر او حکمت وکاروي او له بلې خوا قاطع ځواب ورکړي، خو دا ځل امریکا باید ثابته کړي چې له خپلو تېرو بریدونو او د ایران له سخت ځواب څخه یې درس اخیستی دی.
د شنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنه د یوه تاریخي پېښې شاهد ده: د ایران او امریکا د لوړپوړو پلاوو درېیم پرلهپسې ځل د خبرو مېز ته راټولېدل. د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف په څرګند ډول وايي: «موږ ښه نیت لرو، خو باور نه لرو.» دا جمله د هغې ټولې پېچلتیا انعکاس دی چې پکښې دیپلوماسي د تاریخ تر دروند سیوري لاندې روانه ده.
قالیباف د اسلامي جمهوریت د تجربې پر بنسټ یو ريښتني نظر وړاندې کوي: «زموږ تجربه له امریکایانو سره تل له ناکامۍ او د ژمنو له ماتېدو سره مل پاتې سوې ده.» دا یوازې سیاسي دریځ نه دی، بلکې د یو ملت د تاریخي حافظې لنډیز دی.
په مقابل کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له دواړو لورو غواړي چې «د ښه نیت» سره خبرو ته داخل سي. خو پوښتنه دا ده: آیا «ښه نیت» د هغو دوو ناڅاپي بریدونو سره چې د خبرو په جریان کې سوي، یو ځای کېدای سي؟
ایران په هغو دوو جګړو کې پیل کوونکی نه و، بلکې سخت او قاطع ځواب ورکوونکی و چې د امریکا پوځي اډې او د اشغال سویو فلسطیني سیمو ځینې اهداف یې وویشتل.ګوټرېش د «نړیوالو حقوقو» خبره کوي، خو تجربه ښايي چې امریکا جنایتکاره او اسرائیل د ماشومانو وژونکی دي، او دواړه د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونکي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د جګړې پیل کوونکی نه دی پاتې سوي. حتی ځینې امریکایي رسنۍ او بی طرفه شنونکي هم مني چې ایران تل د دیپلوماټیک حل لارې هڅه کړې، په داسې حال کې چې واشنګټن ژمنې ماتې کړې دي.
ایران دا ځل هم له یوې هوښیارې او ملي ګټو ته ژمنې تګلارې سره خبرو ته داخل سوي دي. د مرکزي بانک د رئیس او پوځي چارواکو حضور د قالیباف تر څنګ ښايي چې تهران له یوې «جامع ستراتیژۍ» څخه پیروي کوي: دیپلوماسي د مخنیوي ځواک تر څنګ.
نه سي کېدای له مذاکرې خبرې وسي ، په داسې حال کې چې د اسرائیلو پرلهپسې جنایتونه په غزه او لبنان کې له پامه غورځول کېږي. امریکا د اوربند د پرېکړهلیکونو په وېټو کولو او اسرائیل د ښوونځیو او روغتونونو په بمبارولو سره خپل اصلي څېره څرګنده کړې ده. دواړو لوریو په منځني ختیځ کې د داعش په څېر ترهګرې ډلې هم تجهیز کړې دي او د بېګناه خلکو وینه په یمن، سوریه او عراق کې د دوی پر غاړه ده.
د ایران اسلامي جمهوریت د اسلاماباد له روانو خبرو اترو څخه د شخړو د خطر د کمولو او د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا هڅه کوي. تهران تل په څرګنده ویلي چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پوځي شتون، په ځانګړي ډول د امریکا اډې په فارس خلیج او عراق کې، نه یوازې امنیت له ګواښ سره مخ کوي بلکې د هېوادونو خپلواکي هم زیانمنوي.
له همدې امله، د اسلاماباد خبرې اترې کولای سي داسې زمینه برابره کړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالویش وټاکل سي، د هېوادونو د ملي حاکمیت متقابل درناوی رامنځته سي، او د دې مخه ونیول سي چې سیمه د نیابتي جګړو په ډګر بدله سي.
ایران په تېرو ۴۷ کلونو کې ثابته کړې چې له ګاونډیانو سره د رغنده همکاریو ملاتړ کوي، له قرهباغ د منځګړیتوب څخه نیولې تر افغانستان کې د ملي خبرو ملاتړ پورې. خو د تهران اساسي شرط د ژمنو عملي کول دي.
که امریکا دا ځل رښتیا عمل وکړي، د یوې دوامدارې هوکړې تمه کېدای سي، او که نه، نو د ایران قاطع ځواب به د امریکا پاتې پوځي اډې بیا له سخت زیان سره مخ کړي.
دا درېیم ځل دی چې امریکا د ضربې له خوړلو وروسته د مذاکراتو غوښتنه کوي. تکراري نمونه دا ده: ناڅاپي جګړه، نظامي ماتې، بیا دیپلوماسي. خو د دوو جګړو وروسته ایران اوس لا بالغ، پیاوړی او له تجربې ډک هېواد دی. قالیباف په حقه وايي: «موږ ښه نیت لرو، خو باور نه لرو.» باور یوازې یو اخلاقي مفهوم نه دی، بلکې یو ستراتیژیک مفهوم هم دی. که امریکا غواړي دا ځل پایله بدله وي، نو باید نه په خبرو، بلکې په عمل ثابته کړي چې د «د مذاکراتو پر مهال برید» له سیاست څخه یی لاس اخیستی دي.
په پای کې، هغه څه چې په اسلامآباد کې پېښېږي، یوازې د یوې دورې خبرې نه دي، بلکې د نړیوال قانون پر بنسټ د جوړ سوي نظم ازموینه ده. او هغه پوښتنه چې راپورته کېږي دا ده چې آیا زورواکي قدرتونه کولای سي له یوه هوښیار او سولهپال ځواک سره برابر چلند وکړي؟ که تاریخ به بیا تکرار سي؟




