د هغه مشرتابه د شهادت څلوېښتمه ورځ چې له ایران څخه یی ځواک جوړ کړ

څلوېښت ورځې له هغې تاریخي شېبې تېرېږي چې د ایران او د اسلام د نړۍ سپیڅلي ملت د امت د مشر د شهادت خبر واورېد، هغه مشر چې د تېرو دریو لسیزو په اوږدو کې د اسلامي انقلاب بېړۍ یې د بندیزونو، ګواښونو او د نړیوال استکبار د دسیسو په طوفاني سمندر کې خوندي ساحل ته ورسوله.
رهبر انقلاب اسلامی ایران : حوادث سوریه نباید مسئله فلسطین را کمرنگ کند

لیکوال: م. کهریزنوي

څلوېښت ورځې له هغې تاریخي شېبې تېريږي چې د ایران او د اسلام د نړۍ سپیڅلي ملت د امت د مشر د شهادت خبر واورېد. هغه مشر چې د تېرو دریو لسیزو په اوږدو کې د اسلامي انقلاب بېړۍ یې د بندیزونو، ګواښونو او د نړیوال استکبار د دسیسو په طوفاني سمندر کې خوندي ساحل ته ورسوله. حضرت آیت‌الله سید علي حسيني خامنه‌ای، د ایران د اسلامي انقلاب مشر، یوازې یو سیاستوال نه و، بلکې یو فیلسوف و، چې د علم، ایمان او هوښیارۍ په بې ساري ترکیب سره یې ایران د یوه ضعیف او تابع هېواد څخه په یوه اغېزمن نړیوال ځواک بدل کړ. د هغه شهادت د رمضان په مبارکه میاشت کې، لکه د دوی د ستر مشر حضرت علي (ع) په څېر، د اسلامي انقلاب په رګونو کې نوې وینه ور واچوله او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې «امام علي (ع)» د دې ملت تلپاتې نمونه ده.

آیت‌الله خامنه‌ای د هغو ځانګړتیاوو ښکارندوی و چې په معاصر تاریخ کې ورته لږې بېلګې شتون لري. هغه په یوه وخت کې یو نامتو فقیه، یو سیاسي ستراتیژيست، یو وړ شاعر او ادیب، او یو تجربه‌کاره نظامي قوماندان و. دا نادره ترکیب هغه ته داسې رهبري ورکړه چې هم د دیني او فلسفي ژورتیا خاوند و او هم د نړۍ د روانو ستونزو ژوره پوهه یی لرله.

په علمي او فرهنګي برخه کې، هغه تل پر «علم زده‌کړه» او «علمي پرمختګ» ټینګار کاوه. ده د ګڼو علمي او څېړنیزو بنسټونو جوړولو او د استعدادونو ملاتړ په مرسته د ایران لپاره د هسته‌یي، طبي، نانو ټکنالوژۍ او فضايي علومو په برخو کې د پام وړ پرمختګ زمینه برابره کړه. دغه ځانګړې پاملرنې ایران د سیمې او نړۍ په کچه په یوه علمي ځواک وګرځوي.

د حضرت آیت‌الله حسینی خامنه‌ای له سترو لاسته راوړنو څخه یو دا وو چې ایران یی له یو تابع هېواد څخه یو ځان بسیاینې ځواک ته واړاوي. د هغه د رهبري په دوره کې، ایران د امریکا او د هغه د متحدینو د فلج کوونکو بندیزونو سره سره، په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړل:

په نظامي برخه کې: ایران د سیمې یو ځواکمن هېواد وګرځېد، د بالستیک توغندیو، پرمختللو بې‌پیلوټه الوتکو او دفاعي وړتیاوو په لرلو سره، ایران د سیمې په کچه یوه ځواکمنه وسله‌واله زېرمه جوړ کړه.

په علمي برخه کې: ایران د بېلابېلو علومو په برخو کې د مخکښو هېوادونو په ډله کې راښکاره سو او په ځینو څانګو کې یې نړیوال مقامونه ترلاسه کړل.

په اقتصادي برخه کې: د بندیزونو سره سره، ایران وتوانېد چې د مقاومت اقتصاد جوړ کړي، د تېلو پر تکیه کمزوري راکمه کړي او د ځان بسیاینې لوري ته حرکت وکړي.

شاید تر ټولو ستره ازموینه یې د هېواد مدیریت د فلج کوونکو بندیزونو په دوران کې وه. هغه د «اقتصاد مقاومتي» او د «کورني توان اتکا» په ترکیب سره، د بندیزونو پر وړاندې یو نوې لار وړاندې کړه. دغه نمونه د نړۍ د هغو هېوادونو لپاره الهام سو چې له بندیزونو سره مخ دي. د هغه رهبري وښودله چې د بشري ځواک او د ملت په ایمان اتکا، او د خدای په مرسته، حتی په سختو شرایطو کې هم کولاب سو سرلوړی پاتې سوو.

حضرت شهید آیت‌الله حسینی خامنه‌ای یوازې د ایران مشر نه وو، بلکې د سیمې د مقاومت د بهیر رهبر هم وو. هغه د محور مقاومت (حزب‌الله لبنان، حماس، د یمن حوثیان او نورو د مقاومت ډلو) ملاتړ سره، د سیمې د قدرت معادله د مظلومو ملتونو په ګټه بدله کړه. دغه رول، هغه د سیمې د صهیونيستي-امریکايي پلانونو پر وړاندې یوه مهمه څېره کړه.

د آیت‌الله خامنه‌ای شهادت د رمضان په مبارکه میاشت کې، لکه د دوی د قدرمن نیکه حضرت علي (ع) په څېر، یو ژور پیغام درلود. دغه شهادت څرګنده کړه چې د علوي (ع) لار لا هم ژوندۍ ده او خلک سته چې حاضر دي خپل ژوند د عدالت او آزادۍ په لار کې قربان کړي. دغه وینې بیا اسلامي انقلاب تازه کړ او د ایران ملت یی د دښمنانو د زیاتو غوښتنو پر وړاندې لا متحد کړ.

د آیت‌الله خامنه‌ای یوه له څرګندو ځانګړتیاوو څخه د هغه ساده ژوند و. هغه د خپل محترم پلار حضرت علي (ع) په څېر له ظاهري ښایست څخه ځان لیرې ساتلی و او تل یی د خلکو په منځ کې ژوند کوي . دغه په ساده بڼه ژوند کول هغه د یو محبوب او د خلکو په زړونو کې ځای لرونکي مشر وګرځاوه.

د هغه شهادت د ایران او د اسلامي نړۍ په تاریخ کې د ویاړلې یوې دورې پای و، خو د مقاومت او ټينګار په یوه نوې دوره کې د پیل نښه وه. هغه په خپل برکتي ژوند کې موږ ته ډېر درسونه راښودل: په خدای ټینګ باور، د هېواد په مدیریت کې تدبیر، په ساده بڼه ژوند کول ، او د زورواکو په وړاندې مقاومت.

د هغه شهادت د رمضان په مبارکه میاشت کې، لکه د هغه د محترم پلار شهادت، موږ ته یادونه کوي چې حق تل د باطل پر وړاندې بریالی وي او هغه ملت چې د ظلم په وړاندې درېږي، هېڅکله له منځه نه ځي.

د دې حکیم او باایمانه سړي شهادت د ایران د سپیڅلي ملت ، د ټولو ریښتینو مسلمانانو او د نړۍ د ټولو آزادو خلکو لپاره تسلیت دی. هیله ده چې د دې پوه او قدرمن شخصیت روح د خدای په رحمت کې آرام وکړي او د ایران سپیڅلي ملت د هغه لار په ځواک او ټینګښت سره وڅاري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x