د ايران د ملت د څلوېښت ورځنۍ مېړنۍ مقاومت او د امريکايي ـ صهيونيستي محور پر وړاندې د پوځي ځواکونو د درنو ګوزارونو وروسته، د نړۍ په تاريخ کې يو نوی باب پرانيستل سو.
د ايران د ملت د څلوېښت ورځنۍ مېړنۍ مقاومت او د امريکايي ـ صهيونيستي محور پر وړاندې د پوځي ځواکونو د درنو ګوزارونو وروسته، د نړۍ په تاريخ کې يو نوی باب پرانيستل سو.
د امريکا حکومت، چې د ايران د دفاعي او اټومي جوړښت د ړنګولو په موخه ډګر ته داخل سوی و، په پای کې اړ سو چې د تهران شرطونه ومني. دا بدلون د واشنګټن د تر ټولو زیات فشار د تګلارې بشپړه ناکامي څرګندوي، هغه تګلاره چې کلونه پرې تکيه کېدله.
ټرمپ، چې د ايران د مسئلې د حل په اړه د پراخو تبليغاتو او لوړو ژمنو سره سپينې ماڼۍ ته داخل سوی و، اوس په داسې حالت کې دی چې د ډګر واقعيتونو منلو ته اړ سوی دی. پرلهپسې پوځي ماتې، د مرګ ژوبلي زياتوالی، درانه مالي زيانونه او د امريکا دننه د عامه افکارو زياتېدونکی فشار، حکومت د بشپړي کمزورۍ حالت ته رسولی دی. هره ورځ چې جګړه اوږدېدله، لګښتونه يې د واشنګټن لپاره لا نه زغمل کېدونکي کېدل او همدې واقعيتونو ټرمپ د خبرو مېز ته راکش کړ.
د امريکا د ولسمشر له خوا د ايران د لسو شرطونو منل، په حقيقت کې د لومړنيو اعلان سوو موخو څخه بشپړه شاتګ بلل کېږي. امريکا چې غوښتل يې د ايران اټومي پروګرام محدود کړي، اوس يې د بډاينې حق د يو اصل په توګه منلی دی. هغه هېواد چې غوښتل يې ايران يواځی کړي، اوس اړ سوی دی چې بنديزونه لرې کړي، او هغه حکومت چې ځان يې بې سياله پوځي ځواک باله، د ايرانيانو د مقاومت پر وړاندې زنګون وواهه.
د تهران بريا په دې پړاو کې په څو اساسي ټکو کې شنل کېدای سي. لومړی دا چې د بډاينې حق د نه معاملې کېدونکي اصل په توګه ټينګ سو او تهران وتوانېد چې دا لاسته راوړنه نړۍ ته وښايي. دوهم، د ايران ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکي وساتل سوه او د دې هېواد د خاورې د نيولو يا وېشلو هره هڅه شنډه سوه. درېيم، ايران وتوانېد چې پر يرغلګرو درانه لګښتونه تحميل کړي، داسې چې د جګړې دوام ورته ناشونی سو. څلورم، د سيمې په کچه د تهران رول د فارس خليج د امنيت د اصلي محور په توګه بيا راژوندی سو او ايران يو ځل بيا ځان د سيمهيي معادلو د ټاکونکي ځواک په توګه مطرح کړ.
په دې مخامخ کېدو کې د امريکا د هيبت ماتېدل، د سيمې له چوکاټه هاخوا پايلې لري. دې بدلون وښوده چې د امريکا پوځي ځواک نور د خپلواک هېوادونو پر وړاندې د خپلې ارادې د تحميل توان نه لري او د يو اړخيزۍ دوره پای ته رسېدلې ده. د لسيزو لپاره، واشنګټن د خپل پوځي برلاسي په مټ نړيوال نظم اداره کاوه، خو اوس له داسې واقعيت سره مخ سوی دی چې يوازې پوځي ځواک بسنه نه کوي.
هغه څه چې ايران تر لاسه کړل، د ډګر په کچه د پوځي ځواک او د هېواد دننه د ملي مقاومت د يوځای کېدو پايله وه. داسې ملت چې د خپلو وسلهوالو ځواکونو تر څنګ ودرېد او پرېنښودې چې دښمن خپلو موخو ته ورسېږي. دا تجربه يو ځل بيا وښوده چې ملي يووالی او د مقاومت اراده کولای سي حتی ستر نړيوال ځواکونه شاتګ ته اړ کړي. د ايران بريا دا هم څرګنده کړه چې د نرم او سخت ځواک يوځای کارول څومره مهم دي. هغه خلک چې په کوڅو کې راوتلي وو او هغه پوځيان چې په ډګر کې جنګېدل، په ګډه يې دا بريا رامنځته کړه.
اوس ايران د دې تجربې په تکيه د خپل تاريخ نوې مرحلې ته داخل سوی دی؛ هغه پړاو چې هېواد پکښې يوازې د سيمهيي ځواک په توګه نه، بلکې د نړيوال لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي. دا بدلون د نړيوالو اړيکو د نوې دورې زېری ورکوي، هغه دوره چې پکښې به دوه اړخيز درناوی او ګډې ګټې د زور او د ارادې د تحميل ځای ونيسي.
که څه هم پر امريکا باور نه کېږي، خو د ایران په وړاندې همدا د اوربند غوښتنه خپله د امريکا او اسرائيلو د ماتې څرګند ثبوت بلل کېږي.




