د تېري شپې (جمعه، ۱۴ د حمل) ۵.۸ درجې زلزله په هندوکش کې، په بګرامي ولسوالۍ کې د ۱۲ تنه ښاريانو د مړيني سره يو ځل بيا د پلازمېني د زلزلو دخطر زنګ وواهه؛ هغه پېښه چي ټول قربانيان يې د يوې کورنۍ غړي وو.
حفيظ الله بشارت، د کابل ولايت د مقام وياند، د دې انساني ناورين په تاييد سره وويل: «پلار، مور، څلور لوڼي او دوه زامن تر خاورو لاندي مړه سول او يو ماشوم هم ټپي سو»؛ دا يوه دردناکه کيسه ده د ناامنو کورونو د زيانمند کېدلو. د المان د ځمکپوهني د څېړنو د مرکز د راپور له مخي، د دې زلزلې مرکز د ځمکي په ۱۷۷ کيلومتره ژوروالي کي ثبت سوی، خو رېږدېدني يې تر اسلام آباد او نوي ډهلي پوري هم احساس سوي دي.
د وروستيو مياشتو په ترڅ کي، دا څویم ځل دی چي ګڼ مېشتی کابل د زلزلو له ټکانونو سره مخ کېږي؛ هغه ښار چي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر ټولو زلزلهلړزونکی ښار بللی دی. د اوچا په راپور کي راغلي چي افغانستان د اوراسيا، هند او عربستان د درې تکتونيکي صفحو د يوځای کېدلو په سيمه کي د موقعيت له امله، تل د ورانوونکو زلزلو له ګواښ سره مخ دی.
اوچا خبرداری ورکړی دی چې د چمن، هریرود، مرکزي بدخشان او د درواز ولسوالۍ ځمکنی درزونه د ۷ نه تر ۸ درجې زلزلو د رامنځته کېدو وړتیا لري؛ يوه احتمالي ناورين چې نننۍ کابل د هغې سره د مقابلي لپاره چمتو نه دی.
خو د کابل وضعیت په ځانګړي ډول اندېښمنوونکی دی ؛ ځکه چې د طبيعي خطر سربېره، د نفوس چټک زياتوالی، بېنظمه ښاروالۍ او د خونديتوب د معيارونو نه لرونکي ودانۍ، د دې ښار زيانمند کېدل څو چنده کړي دي.
سره له دې، په دې برخه کې يوه دردناکه تضاد هم ښکاري؛ چې له يوې خوا چارواکي د بيړنیو مرکزونو د چمتوالي خبره کوي او له بلې خوا، زرګونه ودانۍ په کابل کې پرته له لږ تر لږه د زلزلې پر وړاندې د مقاومت د اصولو له مراعتولو جوړېږي.
د سيمهايزو ښارونو په پرتله چې د ودانۍ جوړونې سخت اصول او اوږدمهاله ښاري پلان عملي کوي، کابل لا تر اوسه د ښاري مديريت لومړنيو ستونزو سره مخ دی؛ هغه تشه چې لګښت يې عادي ښاريان ورکوي.
د کارپوهانو د اټکلونو له مخي، په شمال ختيځ افغانستان، په ځانګړي ډول د چمن ځمکنی درز په اوږدو کې، په راتلونکو ۵۰ کلونو کې د يوې ویجاړونکې زلزلې د پېښېدو احتمال له ۲۰ سلنې زیات دی؛ يو خبرداري چې بیړني اقدام ته اړتيا لري.
په کابل کې د ښاري پرمختګ سياستونو ته کتنه دا څرګندوي چې د ښار پر کمیت تمرکز، پرته له دې چې د امنیتي بنسټونو او تخنیکي څارنې ته پاملرنه وسي، په اوږدمهاله کې به د ځاني او مالي زيانونو نه جبران کېدونکي لګښتونه رامنځته کړي.
سره له دې، د ناورين مخنيوي د زلزلې وروسته د کړکېچ د مديريت په پرتله ډېر لږ لګښت لري؛ خو آيا سياسي اراده او اړينې سرچينې د ښار د خوندي کولو لپاره شتون لري؟ وخت به دې پوښتنې ته ځواب ورکړي.
د بېلابېلو موازي کړکیچونو لکه د بېوزلۍ او بېکارۍ په پام کې نیولو سره، زلزله د یو پټ خطر په توګه د وګړو امنیت ته ګواښ جوړوي؛ یو ګواښ چې له بېوزلۍ او ناامنیو سره تړاو لري او تر ټولو زیات د زیانمنو ټولنیزو ډلو ژوند اغېزمنوي.
د کور جوړونې بنسټونو پیاوړتیا، د مقاومتي ودانیزو معیارونو ترتیب او عملي کول، د عامه پوهاوي لوړول او د زلزلې پر وړاندې د مهارتونو روزنه، له هغو اړینو تدابیرو څخه دي چې کولای سي د کابل ښاريانو د زیانمنې کچه په څرګند ډول کمه کړي.




