په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، په داسې حال کې چې د هلکانو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل سوې او د نوي ښوونیز کال زنګ د طالبانو د چارواکو په حضور کې ووهل سو، خو د محرومیت دروند سیوری لا هم د افغانستان پر انجونو غوړېدلی پاتې دی.
دا پنځم کال دی چې د شپږم ټولګي څخه پورته انجونې د زدهکړې له بنسټیز حق څخه بې برخې پاتې کېږي؛ هغه وضعیت چې نه یوازې نړیواله ټولنه، بلکې د افغانستان د خلکو یوه لویه برخه یې هم په حیرانتیا او خواشینۍ کې ډوبه کړې ده.
تمه کېده چې د پرلهپسې څلورو کلونو محرومیت وروسته، سږ کال به د انجونو د زدهکړې په وضعیت کې یو هیلهبښونکی بدلون راسي؛ داسې بدلون چې وکولای سي د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې حالت ته د بېرته ستنېدو لاره هواره کړي. خو د دې محدودو هیلو برعکس، نوی تعلیمي کال هم د پخوانۍ تبعیضي تګلارې سره پیل سو او د انجونو د زدهکړې بندیز لا هم پر خپل حال پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو او انجونو د زدهکړې مخنیوی تل له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ سوی او نړیوالې ټولنې د ښځو د حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د زدهکړې حق، د طالبانو له حکومت سره د تعامل یو اساسي شرط بللی دی.
طالبانو د واک ته د بیا رسېدو په لومړیو ورځو کې اعلان کړی و چې د انجونو د زدهکړې بندیز به تر «ثانوي خبرتیا» پورې او د «مناسب تعلیمي چاپېریال» تر برابرېدو پوری وځنډول سي. خو لا هم دا بنسټیزه پوښتنه پر ځای پاتې ده چې ولې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې دا «مناسب چاپېریال» هېڅکله رامنځته نه سو؟
په نننۍ متمدنه نړۍ کې د داسې چاپېریال برابرول نه یوازې یو تمه، بلکې د هر دولت له لومړنیو او بدیهی مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي؛ هغه چاپېریال چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې، سره له دې چې پر نصاب ځینې نیوکې موجودې وې، خو په ټولیز ډول یې آن د اسلامي اصولو له نظره هم د زدهکړې زمینه برابره کړې وه .
افغانستان اوس هغه یوازینی هېواد دی چې انجونې او ښځې یې له بنسټیز حق، یعنې زدهکړې، څخه بې برخې دي. دی خراب انځور نه یوازې د هېواد نړیوال اعتبار زیانمن کړی، بلکې د حکومت او خلکو ترمنځ یې ژور واټن هم رامنځته کړی دی.
سربېره پر دې، د زدهکړې د محرومیت له امله د کورنیو جبري کډوالي د دې تګلارې یوه بله څرګنده پایله ده؛ داسې کډوالي چې ددی کورنیو لپاره خپله له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مل وي.
دا وضعیت افغانستان داسې لوري ته بیایي چې په راتلونکو نسلونو کې به د خپل فرهنګي او ټولنیز پرمختګ له ستر شاتګ سره مخ سي. د نن ورځې د انجونو او ښځو د زدهکړې محرومیت د هېواد د راتلونکي په بنسټونو کې د وروسته پاتېوالي تخم شیندي.
سره له دې، تمه کېږي چې اوسنی حکومت د خپلو درنو مسؤلیتونو په درک کولو سره، د ښځو او نارینهوو د برابر تعلیمي حقونو د تأمین لپاره ژر تر ژره زمینه برابره کړي، مخکې له دې چې دا واټن د افغانستان د ټولنې په بدنه کې په نه رغېدونکي ټپ بدل سي.




