خو بیا هم د دې راپور اصلي او اندېښمنوونکی تمرکز پر افغانستان دی؛ هغه هېواد چې نه یوازې د نړۍ تر ټولو ناخوښه هېواد په توګه پېژندل سوی، بلکې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د پرمختګ لاره بشپړه سرچپه او نزولي پاتې سوی ده. په دې اړه وړاندې سوي شمېرې خورا ټکان ورکوونکي او بې سارې دي.
افغانستان یوازینی هېواد دی چې له ۳ څخه یي کمي نمرې ترلاسه کړي او د لیست د پای هېوادونو په پرتله لکه سیرا لیون (۳.۲ نمرې)، سره په څرګند واټن د جدول په پای کې ځای لري.
د دې راپور تر ټولو تیاره او کړکېچنه برخه د افغانستان د ښځو وضعیت دی. د ژوند له لحاظه د ښځو منځنۍ رضایت یوازې د ١٠ نمرو څخه ۱.۲ دي ، چې ډېر ناوړه ګڼل کېږي او د هغه وضعیت ښکارندویي کوي چې ژوند د هېواد د نیمایي نفوس لپاره «خورا سخت» سوی دی. دا ټیټه شمېره د ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو مستقیم انعکاس دی چې پر ښځو وضع سوي او هغوی یې له لږ تر لږه مثبتو احساساتو محرومي کړي دي.
له بلې خوا، د اروپا شمالي هېوادونه لکه آیسلینډ، ډنمارک، سویډن او ناروې چې د نوملړ په سر کې دي، او همدارنګه هېوادونه لکه سویس، لوکزامبورګ او هالینډ، ټینګار کوي چې ټولنیز امنیت، اقتصادي هوساینه او عدالت لا هم د عصري ټولنو د خوښۍ مهم بنسټونه دي.
په ټولیز ډول، دا نړیوال راپور د نړیوالې ټولنې او اړوندو ادارو لپاره د خبردارۍ زنګ دی چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي. د پرمختللو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پراخه واټن، چې اوس په بشپړ ډول د خوښۍ او هیلو له انزوا سره مخ دی، بيړني او اغېزمن اقدامات غواړي، په ځانګړې توګه د دې هېواد د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره.




