د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په روان میلادي کال کې ۴.٢ میلیونه افغانان بېړنۍ استوګنځي ته اړتیا لري.
دا شمېر، چې د تېرو کلونو له لوړو شمېرو څخه ګڼل کېږي، د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یو جدي خبرداری دی؛ هغه هېواد چې لا هم د څو اړخیزو کړکېچونو سره مخ دي .
اوچا په خپل راپور کې په ښکاره ډول ویلي، چې د افغانستان څو اړخیزه کړکېچونه د طبیعي پېښو، نړیوالو سیاسي فشارونو، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو نابرابریو له امله لا سخت سوي دي. دا خبرداری په څرګنده توګه د هغه ناورین ژورتیا ښايي، چې نه یوازې د میلیونو خلکو ژوند ګواښي، بلکې د هېواد ټولنیز او اقتصادي ثبات هم له خطر سره مخ کوي.
د دې کړکېچ شالید، د څو لسیزو جګړو، سیاسي بېثباتۍ او د استوګنې برخې ته د پاملرنې نشتون ته ورګرځي. له یوې خوا د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، او له بلې خوا د سېلابونو، زلزلو او وچکالیو تکرار، میلیونونه کورنۍ بېکوره کړې دي او یا یې په زیانمنو کورونو کې ساتلې دي.
راپورونه ښايي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۵ زرو څخه ډېر کسان د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله زیانمن سوي دي، او ۹۰ سلنه یې لا هم په خېمو یا نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوي. له دوو میلیونو څخه ډېر کسان په مستقیم ډول له دې وضعیت څخه اغېزمن سوي دي.
اوچا غواړي، چې یوازې ۸۸۱ زره کسان د بېړنیو استوګنځیو او اړینو توکو له لارې ملاتړ کړي، خو د دې کار لپاره له ۱۶۰ میلیونه ډالرو څخه ډېرو پیسو ته اړتیا ده؛ هغه بودجه چې په اوسنیو شرایطو کې یې برابرول یو ستره ستونزه ګڼل کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۶ کال کې د زلزلې، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې د خطر زیاتېدو اټکل سوی، چې دا به پر محدودو سرچینو نور هم فشار زیات کړي.
سره له دې، د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې د بېرته راستنو سوو کډوالو ته ځمکې وېشلې دي او د «ښارګوټو» د پرانیستلو خبرې یې هم کړې دي. خو یوازې د تشو ځمکو ورکول، پرته د ساختماني توکو له برابرولو او مالي ملاتړ څخه، هیڅ ریښتني بدلون نه راولي. هغه کډوال چې له تش جېب سره بېرته ستانه سوي دي، څنګه کولای سي کور جوړ کړي؟ دا سمبولیک ګام نه یوازې د هغوی ستونزه نه هواروي، بلکې د ژمنو او عمل ترمنځ واټن لا ژوروي.
د تېر وخت له وضعیت سره پرتله، دا ستونزه لا هم دردوونکې کوي. څو لسیزو جګړو نه یوازې بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړې کړې، بلکې د استوګنې او ښاري پراختیا برخه یې شاته کړې ده. نن ورځ، ډېرې کورنۍ په داسې کورونو کې ژوند کوي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې غیر معیاري او ډېرې زیانمنې دي.
په ښارونو کې د کورونو بیې هم د داخلي کډوالۍ له امله له کلیو څخه ښارونو ته لوړې سوې او دا ستونزه یی نوره هم زیاته کړي . اقلیمي بدلونونه، چې افغانستان په نړۍ کې د دې بدلونونو په وړاندي له زیانمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، دغه کړکېچ څو برابره کړی؛ سخت ژمي، وچ اوړي او ناڅاپي پېښې د میلیونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په څنګ کی یی ، پراخ فقر او بېکاري خلک دې ته نه پرېږدي، چې کور جوړ کړي یا حتی ساده بیا رغونه ترسره کړي.
حقیقت دا دی، چې د استوګنې په برخه کې د حکومت تګلارې جامع او دوامداره لید نه لري. پر لنډمهاله او سمبولیکو ګامونو تمرکز، پرته له دې چې په ټولنیزو استوګنځیو جوړونې، د ودانیزو معیارونو او له نړیوالو بنسټونو سره د جدي همکارۍ لپاره رښتینې پانګونه وسي، یوازې کړکېچ ځنډوي. دا تګلارې نه یوازې د اړمنو خلکو ملاتړ نه کوي، بلکې د خلکو باور هم زیانمنوي او د اوږدمهاله پرمختګ فرصتونه له منځه وړي.
سره له دې ټولو، که د حکومت، نړیوالې ټولنې او خصوصي سکتور له خوا بېړنې او همغږی اقدام ونه سي، افغانستان به له داسې بشري ناورین سره مخ سي، چې جبران به یې کلونه وخت ونیسي. اوږدمهاله پلان جوړونه د خوندي، د پېښو پر وړاندې مقاومت لرونکو او د ټولو خلکو لپاره د لاسرسي وړ استوګنځیو یوازینۍ لار ده. که نن د دې ۴.۲ میلیونه کسانو لپاره استوګنځي برابر نه سي، ښايي سبا ته نور فرصت پاتې نه سې .




