هغه څه چې نن په افغانستان کې جریان لري، د معاصرو بشري حقونو یو له جديترینو ننګونو څخه دي. د دې بهیر دوام نه یوازې د افغان ښځو او انجونو ژوند اغیزمنوي، بلکې د نړیوالو بشري حقونو د نظام اعتبار او موثریت هم په ازموینه کې ږدي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد تازه څرګندونو یو ځل بیا د نړۍ د عامه افکارو پام د افغانستان د ښځو او انجونو پر اندیښمن وضعیت راجلب کړ. هغې د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره د طالبانو سیاستونه د ښځو پر وړاندې د «سیسټماتیک تبعیض» بیلګه وبلل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې وضعیت چوپ پاتې نه سي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې په وینا، میلیونونه افغان ښځې او انجونې له ابتدایي بشري حقونو محرومې سوي دي، له دې جملې: د زدهکړې، کار، شخصي امنیت او د تګ راتګ ازادي. دغه محدودیتونه یوازې لنډمهاله پریکړې نه دي، بلکې د یو جوړښتي او هدفمندې لارې برخه ده چې په حقیقت کې ښځې له عامه ژوند څخه حذفوي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د دې وضعیت دوام، یوازې د فردي حقوقو سرغړونه نه ده. د ښځو محرومیت د افغانستان د بشري پرمختګ مخه نیسي او د دې هېواد ټولنیز او اقتصادي راتلونکی کمزوری کوي.
د نفوس نیمایي له زدهکړې او کاره لرې کول، د فقر پراختیا، ټولنیزه انزوا او د بشري مرستو پر زیاتې تکیې لامل کېږي.
د آمنه محمد خبرداری چې که نړیواله ټولنه بېتفاوته پاتې سي، د تېرې تجربې یادونه کوي؛ هغه ځایونه چې چوپتیا یا یوازې سمبولیک غبرګونونه د بشري حقونو د سرغړونو د دوام او حتی د شدت سبب سوي دي. هغې په دې ټینګار وکړ چې «د ښځو حقوق په هر ځای کې، د بشر حقوق دي»، او د دولتونو او نړیوالو ادارو اخلاقي او قانوني مسوولیت څرګندوي.
په ټولیز ډول، د ملګرو ملتونو له لیدلوري، هغه څه چې نن په افغانستان کې جریان لري، د معاصرو بشري حقونو یو له جديترینو ننګونو څخه دي. د دې بهیر دوام نه یوازې د افغان ښځو او انجونو ژوند اغیزمنوي، بلکې د نړیوالو بشري حقونو د نظام اعتبار او موثریت هم په ازموینه کې ږدي؛ ازموینه چې د تیریدو لپاره یې، همغږې، مسؤلانه او د ډیپلوماټیکو اندیښنو څخه هاخوا اقدام ته اړتیا ده.




