د بشري حقونو څار سازمان د امریکا په بند کې د مړه سوي افغان پناه غوښتونکي د مړینې د طبي معاینې د راپور د خپرېدو غوښتنه وکړه

الیسا کلمن ، د بشري حقونو د څار سازمان غړې ، د افغان پناه غوښتونکي ، محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په اړه، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) په توقیف کې مړ سوی، د روڼتیا، حساب ورکونې او د هغه د مړي د طبي معاینې د بشپړ راپور د خپرېدو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان د امریکا په بند کې د مړه سوي افغان پناه غوښتونکي د مړینې د طبي معاینې د راپور د خپرېدو غوښتنه وکړه

الیسا کلمن ، د بشري حقونو د څار سازمان غړې ، د افغان پناه غوښتونکي ، محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په اړه، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) په توقیف کې مړ سوی، د روڼتیا، حساب ورکونې او د هغه د مړي د طبي معاینې د بشپړ راپور د خپرېدو غوښتنه کړې ده. د دغه بنسټ په وینا، د تېر کال د جدي میاشتې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۵۴ کسان د دې ادارې په توقیف ځایونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمد نذیر پکتیاوال، ۴۱ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې نږدې یوه لسیزه یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ فعالیت کړی وو، د تېر کال د حوت په ۲۳مه، په تگزاس ایالت کې له نیول کېدو څخه له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې مړ سو. امریکايي چارواکو د هغه د مړینې لامل «الرژیک غبرګون» بللی، خو د هغه د مړینې سند یوازې ۱۰۳ ورځې وروسته خپور سوو.

د بشري حقونو څار سازمان وايي چې د امریکا د کډوالۍ ادارې د پکتیاوال د مړینې د اعلان پر مهال هغه «مجرم ناقانونه کډوال» معرفي کړ؛ په داسې حال کې چې هغه هېڅ جنايي محکومیت نه درلود او له امریکايي پوځ سره د اوږدې همکارۍ له امله یې امریکا ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ترلاسه کړې وه. همدارنګه، د هغه د پناه غوښتنې دوسیه تر څېړنې لاندې وه، خو د امریکا حکومت د تېر کال له قوس میاشتې راهیسې د افغان وګړو د پناه غوښتنې د دوسیو څېړنه درولې ده.

د خپرو سویو معلوماتو له مخې، پکتیاوال د حوت په ۲۲مه، هغه مهال چې غوښتل یې خپل ماشومان ښوونځي ته یوسي، د خپل کور مخې ته ونیول سوو. د هغه کورنۍ د «افغان ایواک» سازمان ته ویلي چې نوموړی په تنفسي ناروغۍ اخته وو او د تنفس لپاره سپرې درملو ته اړتیا لرله، خو د مېرمنې له هڅو سره سره دا درمل ورته ونه رسېدل.

د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې پکتیاوال له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد څخه شکایت وکړ، بیا روغتون ته ولېږدول سوو او بله ورځ یې ساه ورکړه.

الیسا کلمن دغه پېښه د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف ځایونو کې د وګړو د زیاتېدونکو مړینو یوه برخه بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د اوسني حکومت له پیل سره، د دې ډول قضیو په اړه د روڼتیا غوښتنې زیاتې سوې دي.

که څه هم د پکتیاوال د مړینې په سند کې علت «پېښه » ثبت سوی، خو د بشري حقونو څار سازمان په وینا، دغه پایله د پوښتنو د ځواب پر ځای د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړې دي.

دغه سازمان همدارنګه وايي چې د پکتیاوال د کورنۍ، د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس د ځینو غړو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره، امریکايي چارواکو د دې قضیې په اړه له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کړې ده. سربېره پر دې، سیمه‌ییزو چارواکو هم د مړي د طبي معاینې بشپړ راپور نه دی خپور کړی او دلیل یې د فدرالي جنایي څېړنو دوام ښودلی دی.

د بشري حقونو څار سازمان ټینګار کړی چې د محمد نذیر پکتیاوال د مړینې د حقیقت د روښانه کولو او په دې قضیه کې د عدالت د تأمین لپاره، هر اړخیزې څېړنې، د مسؤلو چارواکو حساب ورکونه او د مړي د طبي معاینې د بشپړ راپور خپرېدل بنسټیز ګامونه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x