په استرالیا کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې د استرالیا د حکومت په غوښتنه خپل قونسلي خدمات دروي او فعالیتونه یې ځنډوي. دا پرېکړه په کانبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر، وحیدالله ویسي، د ماموریت د پای ته رسېدو سره یو ځای اعلان سوې ده.
د استرالیا حکومت تر دې مخکې د افغانستان له سفیر څخه غوښتنه کړې وه چې په کانبرا کې د سفارت فعالیتونه پای ته ورسوي.
وحیدالله ویسي هم د چهارشنبې په ورځ په استرالیا کې د یو شمېر مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي چې حتی د سفارت د تړل کېدو په صورت کې به هم د دغه هېواد د افغان ټولنې ترڅنګ پاتې سي او د افغانستان غږ به وي.
د استرالیا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د بشري حقونو د نقض له امله به پر دغه ډلې د فشارونو لړۍ ته دوام ورکړي.
په کانبرا کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو په درېدو سره، استرالیا د لوېدیځو هېوادونو درېیم هېواد ګرځي چې د افغانستان د سفارت فعالیتونه یې بند کړي دي. تر دې مخکې، متحده ایالاتو او بریتانیا هم د افغانستان سفارتونه تړلي وو.
د استرالیا حکومت همدارنګه اعلان کړی چې د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماټیکو اړیکو د ویانا کنوانسیون له مخې به د سفارت د ودانۍ، پاتې شتمنیو او د دې ډیپلوماټیکې استازولۍ د آرشیف ساتنه وکړي.
وحیدالله ویسي د خپل ماموریت له پای ته رسېدو یوه ورځ مخکې د خپلې دندې د ختمېدو خبر ورکړی وو. هغه د استرالیا له ګورنر جنرال سره لیدنه د خپل وروستي رسمي پروګرامونو له جملې څخه یاده کړې وه او ویلي یې وو چې د افغانستان سفارت د تړل کېدو په درشل کې دی.
ویسي په دې لیدنه کې د هرات د ښځو یو لاسی ګنډل سوی دستمال د استرالیا ګورنر جنرال ته ډالۍ کړ او هغه یې «د افغانستان د خاورې یوه کوچنۍ ټوټه» وبلله. هغه همدارنګه د استرالیا له حکومت او وګړو څخه د افغانستان په سختو کلونو کې د ملاتړ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا هېواد به لا هم د افغانستان د وګړو ترڅنګ پاتې سي.




