د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ؛ د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مرکز اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د امام حسین (ع) د اربعین د زائرینو نوم لیکنه، چې په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنیو اتباعو او کډوالو لپاره ځانګړی سوی، د سرطان له ۹مې نېټې څخه به پیل سي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د نوم لیکنې بهیر د بهرنیو اتباعو د اقامې او اشتغال د خدماتو د دفترونو (د کفالت دفترونو) له لارې ترسره کېږي او مستحق کډوال کولای سي د امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره اقدام وکړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې غوښتونکي باید یو له معتبر اقامتي اسنادو څخه وړاندې کړي، لکه د آمایش ۱۹ کارت، معتبر د اقامې کتابچه، یو کلن اقامې لرونکی پاسپورټ، کورنۍ پاسپورټ یا د موقت اقامې کارت (په ۱، ۲ او ۳ ډولونو کې).
ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د دې بهیر موخه د اربعین په مراسمو کې د بهرنیو زائرینو د حضور تنظیمول او د سفر په اوږدو کې هغوی ته د خدماتو برابرول دي.




