په قطر کي د څه باندې ١٠٠٠ افغان کډوالو نامعلوم حالت

د فرانسې خبري آژانس په يوه راپور کې اعلان کړی چي له يو زر او ۱۰۰ زيات افغان وګړي، چي پخوا يې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه، له خپلو کورنيو سره يو ځای له يوه کال څخه زياته موده کېږي چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي په يوه پرېښودل سوي اډه کي په نامعلوم حالت کي پاتې دي.
په قطر کي د څه باندې ١٠٠٠ افغان کډوالو نامعلوم حالت

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د فرانسې خبري آژانس په يوه راپور کې اعلان کړی چي له يو زر او ۱۰۰ زيات افغان وګړي، چي پخوا يې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه، له خپلو کورنيو سره يو ځای له يوه کال څخه زياته موده کېږي چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي په يوه پرېښودل سوي اډه کي په نامعلوم حالت کي پاتې دي.

د راپور له مخې، دغه کسان وروسته له هغه لا هم په همدې ځای کي پاتې دي چي د امريکا حکومت د افغانانو د کډوالۍ دوسيو د څېړلو بهير درولی دی، او اوس له نامعلوم حالت سره مخ دي.

ويل کېږي چي د دوسيو د څېړنې د ځنډېدلو له امله دغه کسان نه امريکا ته لېږدول کېدای سي او نه هم د خپل اوسني استوګنځای د پرېښودلو اجازه لري.

په دې ډله کي هغه کورنۍ شاملې دي چي پخوا يې په افغانستان کي له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او د سياسي بدلونونو وروسته قطر ته لېږدول سوي دي.

وروسته له هغه چي طالبان بيا واک ته ورسېدل، ډېرو افغان وګړو د دې ډلې د غچ اخيستنې له ويرې هېواد پرېښود او بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل، خو يو شمېر يې لا هم په نامعلوم او بې‌برخلېکه حالت کې پاتې دي.

تر دې مخکې ټيلګراف ورځپاڼې هم راپور ورکړی وو چي برېتانوي چارواکو په کابل کي له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د احتمالي ايستلو په اړه خبرې کړې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x