د امریکا نوې طرحه: د افغان پناه‌غوښتونکو لېږد د قطر څخه کانګو ته

یو امریکايي رسنۍ راپور ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په پام کې لري چې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي له قطر څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
د امریکا نوې طرحه: د افغان پناه‌غوښتونکو لېږد د قطر څخه کانګو ته

نیویارک ټایمز د سرچینو په حواله راپور ورکړي چې د امریکا حکومت نیت لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه‌غوښتونکي، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکښې شامل دي، له قطر څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.

ددغه راپور له مخې، په دې کسانو کې د امریکا د پوځ پخواني ژباړونکي، پخواني کومانډو ځواکونه او د افغان پوځیانو د کورنیو غړي شامل دي، چې د قطر په السیلیه کمپ کې ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جو بایډن حکومت دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته قطر ته لېږدولي وو او ژمنه یې کړې وه چې د څېړنو وروسته به امریکا ته انتقالېږي، خو د ډونالډ ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ کې اعلان کړی وو چې دا کمپ به وتړي، خو د دغو پناه‌غوښتونکو د برخلیک په اړه یې واضح معلومات نه وو ورکړي.

راپورونه هم ښايي چې د ټرمپ حکومت له څو میاشتو خبرو وروسته د کانګو دموکراتیک جمهوریت سره د دې کسانو د منلو تړون لاسلیک کړی دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x