طالبانو د قطر له همکارۍ څخه د افغانستان د تاریخي آثارو د بیا رغونې په برخه کې خبر ورکړ

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې ، مُردِف القاشوطي ، په کابل کې د قطر سفیر د افغانستان له ملي آرشیف څخه لیدنه کړې او د خپل هېواد له لوري یې د تاریخي آثارو د ترمیم او د خطي نسخو د بیا رغونې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
طالبانو د قطر له همکارۍ څخه د افغانستان د تاریخي آثارو د بیا رغونې په برخه کې خبر ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې ، مُردِف القاشوطي، په کابل کې د قطر سفیر ، د افغانستان له ملي آرشیف څخه لیدنه کړې او د خپل هېواد له لوري یې د تاریخي آثارو د ترمیم او د خطي نسخو د بیا رغونې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دې وزارت د جمعې په ورځ، د جوزا په لومړۍ نېټه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي آرشیف رئیس د تاریخي آثارو د شالید، د خوندي سویو ټولګو د ارزښت او د موجودو خطي نسخو په اړه د قطر سفیر ته معلومات ورکړي دي.

د ملي آرشیف د مسوولانو په وینا، د دغو تاریخي اسنادو یوه برخه د زړښت له امله بیړنۍ ترمیم او ساتنې ته اړتیا لري.

د طالبانو د اعلان له مخې ، د قطر سفیر د دې لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ پر فرهنګي همکاریو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې قطر به د افغانستان د تاریخي آثارو د ترمیم او بیا رغونې په برخه کې همکاري وکړي.

ملي آرشیف د افغانستان له مهمو مرکزونو څخه دی چې پکښې تاریخي اسناد، خطي نسخې او فرهنګي آثار ساتل کېږي. په دې مرکز کې زرګونه اسناد او نسخې د افغانستان د بېلابېلو تاریخي دورو پورې تړاو لري، چې یوه برخه یې د تخنیکي امکاناتو د کموالي او د وخت د تېرېدو له امله ساتنې او بیا رغونې ته اړتیا لري.

په تېرو کلونو کې هم ځینو نړیوالو بنسټونو او بهرنیو هېوادونو د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، ترمیم او ډیجیټل کولو په برخه کې همکاري کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x