د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر :
هغه اوبه چې زموږ خلک یې کاروي، د اوبو د خوږولو له دستګاوو څخه برابریږي. موږ سیندونه نه لرو او نه هم د اوبو زېرمې لرو.
په حقیقت کې، زموږ هېواد په درې ورځو کې د اوبو له بشپړ کموالي سره مخ کېږي.
دا وضعیت د قطر لپاره صدق کوي، د کوېټ او اماراتو لپاره هم همداسې دی.
که هغه اټومي مرکز [بوشهر] هدف وګرځي او راډیو اکتیف مواد اوبو ته داخل سي، نو له دې هېوادونو څخه به هېڅ یو هم اوبه ونه لري.
نه اوبه، نه کبان؛ په عملي ډول به ژوند له منځه ولاړ سي.




