د نړۍ مسلمانان او ازاد خلک په دې ورځو کې په ډېر غم کې دي؛ د یو داسې شخص له لاسه ورکولو غم چې خپل ګټور ژوند یې د اشغال او ظلم په وړاندې په مبارزه کې تیر کړ. هغه سید حسن نصرالله وو چې له لسیزو راهیسې یې د صهیونیسټي دښمن او د هغوی د لویدیځو ملاتړو له سترګو څخه آرامه خوب ایستلی دی. شهید سید حسن نصرالله د ظلم او صهیونزم په وړاندې د اسلامي ټولنې له اتلانو څخه وو. هغه په خپل ښه مدیریت او کاریزماتیک رهبرۍ سره یې د لبنان په ټولنه کې حزب الله د یوه پیاوړي او قوي ځواک په توګه بدل کړ. سید حسن نصرالله په لبنان کې د حزب الله رهبر د ۱۹۶۰ کال د اګست په ۳۱مه (د ۱۳۳۹ سنبلې ۹مه) د لبنان په جنوب کې د البزوریه په ښار کې زیږیدلی دی او د حق جبهه په مشرۍ له کلونو مبارزې او رهبرۍ وروسته بالاخره پرون (شنبه د میزان ۷مه) د هغه تر مشرۍ لاندې ګوند د بیروت په ښارګوټو کښې د صهیونیسټ رژیم په حمله کښې د هغه د شهادت خبر اعلان کړ. نصرالله چې د ۱۳۷۰ لمریز کال د دلو په ۲۷مه د شهید سید عباس موسوي له وژل کېدو وروسته د لبنان د حزب الله د عمومي مشر او رهبر په توګه وټاکل شو، په درې لسیزو هوښیار رهبرۍ کې یې دومره عزت او عظمت ترلاسه کړ چې دښمنانو یې هم څو ځله اعتراف کړی دی. د حزب الله الهام بخښونکي مبارزو او بریاوو په تېره بیا په تېرو دوو لسیزو کې نصرالله د نړۍ له مشهورو رهبرانو څخه جوړ کړی وو چې نه یوازې د لبنان د مسلمانانو په منځ کې، بلکې حتی د لبنان او له هغه څخه هاخوا د څو ملي او مذهبي ټولنې د غیر مسلمانانو په منځ کې هم شهرت درلود. داسې یو رهبر وو چې د ټولې لبناني ټولنې د ازادۍ او واک غوښتونکی و او دا یې په عمل کې هم ثابته کړه. د هغه شهرت د هغه د رهبرۍ د قدرت او ځواک له امله وو چې د صهیونیسټي نیواک دښمن یې په سختو ګوزارونو سره له لبنان څخه وشړل او په اشغال شویو سیمو او فلسطین کې د حزب الله ځواکونه او د نصرالله پلویان د اسرائیلي ظالم رژیم پر وړاندې ودریدل. د سید حسن نصرالله شهرت د ۲۰۰۶/۱۳۸۵ په جګړو کې نور هم زیات شو؛ په دغه جنګ کښې چې ۳۳ ورځې یې دوام وکړ صهیونیسټ رژیم ته درانده تاوانونه واوښتل او خپلو هدفونو ته له رسیدو پرته له جنوبی لبنان څخه وتلو ته اړ شو. په دغه جنګ کښې د اسرائیلو د رژیم ستراتیژیکه ماتې د ځینو صهیونیسټی قوماندانانو د استعفا سبب شوه. لکه څنګه چې د اسلامي امت مشرانو ویلي دي چې د نصرالله په شهادت سره به د هغه لاره او طریقه روانه وي. بې له شکه لکه څنګه چې صهیونیسټي دښمن د نصرالله له جنګي ژوند څخه اغیزمن شوی و، اوس به د نصرالله لاره او لوړ هدف په سیمه کې د صهیونیسټي تسلطي نظام په وړاندې یو نه ماتیدونکی خنډ او قوي قلعه وي.

- 60
- کې خپور شو 11:43 ق.ظ
- د خبر شمیره 10716
- 9 میزان 1403
- کې خپور شو 11:43 ق.ظ
- د خبر شمیره 10716
- 9 میزان 1403
- خبرونه
- تازه تازه 11:43 - 9 میزان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10716
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د مارګو دښته او د وږي ولس تر پښو لاندې د شتمنیو لویه زېرمه
14:37 - 31 سرطان 1405

زندانی خبریالان که د وګړو پوهاوی؛ طالبان کوم یو غواړي؟
18:08 - 24 سرطان 1405

له بګرامه تر کانګو؛ د کډوالو سره د خیانت په دره کې د بشري حقونو سراب
16:56 - 31 جوزا 1405

له تلابیب څخه تر واشنګټنه تریخ اعتراف او د منځني ختیځ نوي پیل
14:41 - 27 جوزا 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها