د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ هبتالله آخندزاده، د طالبانو مشر، له بهر اوسېدونکو افغان اتباعو څخه غوښتي دي چې بیرته هېواد ته راستانه شي او په امن چاپيريال کې ژوند وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ټول اتباع پرته له هر ډول تبعیض څخه کولای شي په دغه هېواد کې په امنیت سره ژوند وکړي.
د طالبانو مشر همدارنګه څرګنده کړې ده چې د خپل واک د ساتلو لپاره به هېڅکله مسلمانان د یو بل پر ضد جګړې ته وهڅوي.
آخندزاده زیاته کړې ده چې که دیني عالمان یو بل سره متحد شي، هېڅوک به د هغوی پر وړاندې د ولاړېدو توان ونه لري.
اړوند مطالب:




