د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې افغانستان ته زرګونه بېرته ستانه سوي کډوال لا هم د خپلو کورونو د بیارغونې او د خپل ژوند د بیا پیل لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۱مه، په خپله اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی چې د اماني صندوق په ملاتړ، د کندز او بغلان په ولایتونو کې له بېرته ستانه سویو کسانو سره د هغوی د ژوند د بیا رغونې او د ژوندانه د شرایطو د ښه کېدو لپاره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام ټینګار کړی چې کور ته بېرته ستنېدل باید د نوي پیل لپاره یو فرصت وي، نه د هغو کورنیو لپاره د نویو ستونزو او کړاوونو پیل چې هېواد ته بېرته راګرځي.
دغه سازمان زیاته کړې چې، سره له دې چې د ملاتړ پروګرامونه روان دي، د بېرته ستانه سویو کسانو اړتیاوې لا هم پراخې دي او ډېرې کورنۍ لا تر اوسه د اړینو مرستو په ترلاسه کولو نه دي بریالۍ سوې.
دغه بنسټ تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې ډېر بېرته ستانه سوي کډوال له داسې ستونزو سره مخ دي لکه د مناسب سرپناه کمښت، د کاري فرصتونو نشتوالی او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی؛ هغه ستونزې چې د هغوی د بېرته ورګډېدو او د ژوند د بیا رغونې بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.



