د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د سفر د خبرداري په خپرولو سره، له خپلو وګړو او همدارنګه په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې افغانستان ته له هر ډول سفر، حتی د کورنۍ د لیدنې یا د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره، ډډه وکړي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د سفر د لارښوونې څانګې د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۸مه، اعلان وکړ چې افغانستان لا هم د سفر له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه شمېرل کېږي. په دې خبرداري کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر استرالیایي وګړي په افغانستان کې وژل سوي، ټپیان سوي او یا هم په خپلسري ډول نیول سوي دي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې موجود خطرونه «ډېر ریښتیني» دي او هغه کسان چې دې هېواد ته سفر کوي، ښايي ونه سي کولای بېرته استرالیا ته ستانه سي. دغه بنسټ همدارنګه خبرداری ورکړی چې ښځې په افغانستان کې له ډېرو خطرونو سره مخ دي.
د استرالیا حکومت همدارنګه اعلان کړی چې که په افغانستان کې د دوی د وګړو لپاره کومه ستونزه رامنځته سي، د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو او د هغوی د ملاتړ محدود توان لري. له همدې امله افغانستان لا هم د دغه هېواد د سفر د خبرداري په تر ټولو لوړه کچه، یعنې «څلورمه کچه؛ له سفر څخه ډډه وکړئ» کې شامل دی. دا کچه هغو هېوادونو ته ځانګړې سوې چې د ترهګریزو بریدونو، وسلهوالو نښتو، تاوتریخجنو ناارامیو، خپلسرو نیونو او پراخو جرمونو له لوړ خطر سره مخ وي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپور سوی چې طالبان تل په افغانستان کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو ډېری هېوادونه لا هم خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کوي او په وروستیو کلونو کې یې څو ځله ورته خبرداري صادر کړي دي.




