له پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخ ایستلو دوام

د طالبانو د کډوالو د چارو عالي کمېسیون اعلان کړی چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د جوزا له ۲۹مې څخه د سرطان تر ۲مې پورې، ۹ زره او ۸۵۳ افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل سوي او د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه سوي دي.
کمک یک میلیارد افغانی «بنیاد عزیزی» به مهاجران عودت شده

د طالبانو د کډوالو د چارو د عالي کمېسیون د راپورونو له مخې د راټولو سویو شمېرو پر بنسټ، د جوزا له ۲۹مې څخه د سرطان تر ۲مې پورې، ټولټال ۹ زره او ۸۵۳ افغان کډوال له پاکستانه ایستل سوي او افغانستان ته راستانه سوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، دا ټول کډوال د تورخم او سپین بولدک د سرحدي دروازو له لارې هېواد ته داخل سوي دي. خو د طالبانو د کډوالو د چارو عالي کمېسیون تر اوسه د تېرې اوونۍ د وروستیو درېیو ورځو اړوند شمېرې نه دي خپرې کړې.

تر دې مخکې، سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی وو چې پاکستاني چارواکو د محرم میاشتې او عاشورا ورځې د رارسېدو په مناسبت، د تورخم دروازه چې په وروستیو اوونیو کې تر ډېره د افغان کډوالو د ایستلو لپاره کارول کېده، د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په لنډمهاله توګه تړلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر هغې د مخکنۍ اوونۍ شمېرې ښايي، د جوزا له ۲۲مې څخه تر ۲۹مې پورې، لږ تر لږه ۲۰ زره او ۷۶۴ افغان کډوال له پاکستانه ایستل سوي وو، چې د هغوی د پام وړ برخه په جبري توګه افغانستان ته راستنه کړل سوې وه.

په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی وو چې د روان میلادي کال د اپرېل له ۲۶مې څخه د مې تر ۹مې پورې، له ۱۱۴ زرو څخه ډېر افغان کډوال، په جبري او داوطلبانه توګه، افغانستان ته راستانه سوي دي.

د دې سازمان د دوه اوونیز راپور له مخې، په دې موده کې ۱۴ زره او ۷۷۸ کورنۍ، چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي، افغانستان ته داخلې سوې دي.

دغه نړیوال بنسټ همدارنګه زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۹مې پورې، ټولټال ۳ میلیونه او ۵۰۱ زره او ۱۹۳ کسان، چې ۴۸۷ زره او ۱۲۹ کورنۍ پکښې شاملې دي، افغانستان ته راستنې سوي دي؛ دا شمېرې ښايي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او ایستلو پراخ بهیر لا هم دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x