د پېښور عالي محکمې د شاوخوا ۱۳۰ هغو کسانو غوښتنلیکونه رد کړل چې د افغان تابعیت کارت (ACC) او د افغان کډوالو د ثبت کارت (PoR) لرونکي دي او د پاکستان د تابعیت ادعا یې کوله. دغو کسانو ویلي چې د پاکستان وګړي دي، خو په تېروتنه د افغانستان د وګړو په توګه ثبت سوي دي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، هغه کسان چې د ACC او PoR کارتونه لري او باور لري چې دا اسناد ورته په تېروتنه صادر سوي، باید د «تابعیت د تصفیې سند» ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د ملي احوالو د ثبت ادارې ته مراجعه وکړي.
محکمې همداراز ټینګار کړی چې د دې اداري بهیر تر بشپړېدو پورې به محکمې د دغو کسانو د تابعیت اړوند غوښتنې نه ارزوي.
د دغو دوسیو د څېړنې پر مهال، د پاکستان د ملي احوالو د ثبت ادارې چارواکو اعلان کړی چې تر اوسه د تابعیت د وضعیت د ټاکلو لپاره شاوخوا ۲۶ زره غوښتنلیکونه ترلاسه سوي دي. د دغې ادارې په وینا، له ۱۷ زرو څخه ډېر غوښتنلیکونه تر ارزونې وروسته رد سوي، ځکه غوښتونکي نه دي توانېدلي چې د پاکستان تابعیت ثابت کړي.
د ACC او PoR کارتونو د لرونکو یوه د پام وړ برخه افغان کډوال او د افغان کورنیو اولادونه دي چې په تېرو څو لسیزو کې یې په پاکستان کې ژوند کړی دی. د دوی یو شمېر ادعا کوي چې د زېږېدو یا کورنیو اړیکو له مخې د پاکستان د تابعیت د ترلاسه کولو وړ دي.
د محکمې دغه پرېکړه داسې مهال سوې چې د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او افغانستان ته د زرګونو افغان کډوالو د ایستلو او ستنولو بهیر لا هم روان دی.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جوزا په ۲۱مه راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې نږدې ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه سوي دي.




