طالبان: نږدې درې زره کډوال په یوه ورځ هېواد ته راستانه سول

حمدالله فطرت ، د طالبانو د ویاند مرستیال اعلان کړی چې ۴۷۷ کورنۍ، چې ۲ زره او ۵۷۹ افغان وګړي پکښې شامل دي، له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې سوي دي.
بازگشت بیش از ۱۴۹۰ خانواده افغان در یک روز به کشور

حمدالله فطرت ، د طالبانو د ویاند مرستیال اعلان کړی چې ۴۷۷ کورنۍ، چې ۲ زره او ۵۷۹ افغان وګړي پکښې شامل دي، له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې سوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د دوشنبې په سهار (د سرطان په ۱مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۴۰۶ کورنۍ، چې ۲ زره او ۲۵۶ کسان پکښې شامل دي، د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې سوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه ۳۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له پولې، ۲۰ کورنۍ د نیمروز له پولې او ۱۲ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستنې سوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو د بهیر له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د راستنېدونکو لپاره د کار، استوګنځي او د ژوند د اړتیاوو اړوند ستونزو د زیاتېدو په اړه اندېښنې هم ډېرې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x