د ایران د قم ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي ادارې اعلان کړی چې د بهرنیو وګړو د پېژندنې هغو کارتونو اعتبار، چې تر دې وړاندې د ۱۴۰۵ کال د جوزا تر ۳۱مې نېټې پورې معتبر وو، د ۱۴۰۵ کال د سنبلې تر ۳۱مې نېټې پورې غځول سوی دی.
د دغې ادارې د خبرتیا له مخې، د آمایش د ۱۹م پړاو کارتونه، د هویت د ۱۸م پړاو کارتونه او همدارنګه د ۱، ۲، ۳ او ۴ شمېرې لنډمهالي کارتونه هم په دې غځېدلي اعتبار کې شامل دي.
د قم ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې چارواکو ویلي چې د دې اقدام موخه د اداري خدمتونو دوام او د هغو بهرنیو وګړو د چارو اسانتیا ده چې معتبر اسناد لري.




