بریتانیا او ایټالیا د افغان راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د پناه غوښتونکو د نړيوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د بریتانیا او ایټالیا سفارتونو د بې‌ځايه سويو او راستنېدونکو افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
بریتانیا او ایټالیا د افغان راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د پناه غوښتونکو د نړيوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د بریتانیا او ایټالیا سفارتونو د بې‌ځايه سويو او راستنېدونکو افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. نوموړو سفارتونو د شنبې په ورځ په جلا اعلاميو کې اعلان وکړ چي د دواړو هېوادونو مرستې به له افغانستان سره دوام ولري.

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت د شنبې په ورځ، د جوزا په دېرشمه، د پناه غوښتونکو د نړيوالې ورځې سره هم‌مهاله د افغان بې‌ځايه سويو او کډوالو د زغم او مقاومت ستاينه کړې ده.

دغه سفارت ټینګار کړی چي د بريتانيا بشري مرستې د کډوالۍ د نړیوالې ادارې له لارې په افغانستان کې هغو زيانمنو کورنيو ته رسېږي چي بېرته هېواد ته راستنېږي.

د بریتانیا سفارت زياته کړې چي د تر ټولو زيانمنو کسانو د ملاتړ په بهير کې «هيڅوک بايد هېر يا شا ته پرېنښودل سي.»

په افغانستان کې د ایټالیا سفارت هم په يوه جلا اعلاميه کې يو ځل بيا د داخلي بې‌ځايه سويو، راستنېدونکو او په افغانستان کې د کوربه ټولنو د ملاتړ پر ژمنه ټینګار کړی دی.

دغه سفارت همدارنګه په افغانستان کې د کډوالو د ژوند د ښه والي او د کوربه ټولنو د ظرفيت د پياوړتيا لپاره د نړيوالې همکارۍ پر اهميت ټینګار کړی دی.

دغه څرګندونې په داسي حال کې سوي چي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شنبې په ورځ ويلي چي له ۲۰۲۳ کال راهيسي تر اوسه له شپږ ميليونو زيات افغانان بېرته هېواد ته راستانه سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x