د کډوالو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د افغان کډوالو پر نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د «کډوالو د نړیوالې ورځې» په مناسبت د کډوالو د خوندي، داوطلبانه او باعزته بېرته ستنېدو او همدارنګه په ټولنه کې د هغوی د باثباته بیا ادغام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د کډوالو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د افغان کډوالو پر نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د «کډوالو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه خپاره کړي پیغام کې د راستنېدونکو د بیا ادغام پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ، د جوزا په ۳۰مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د بېرته ستنېدونکو خوندي، داوطلبانه او باعزته ستنېدو او همدارنګه د هغوی باثباته بیا ادغام د ټولنو د پیاوړتیا، د ثبات د لوړولو او د اوږدمهاله رغېدو د بهیر د پیاوړتیا لپاره اړین دي.

یوان‌اېچ‌سي‌آر له بېرته ستنېدونکو او بې‌ځایه سویو ټولنو سره د خپل همغږي په څرګندولو سره، د روانو ننګونو پر مهال د هغوی «زغم، زړورتیا او هوډ» ستایلی دی.

د کډوالو نړیواله ورځ چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي غوندې له خوا رامنځته سوې، هر کال د جون په ۲۰مه، چې د جوزا له ۳۰مې سره سمون خوري، لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو د خپرو سویو شمېرو له مخې، په تېرو څه کم څلورو کلونو کې شاوخوا ۵.۴ میلیونه کډوال د سیمې له هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته راستانه سوي او ورسره ۳.۲ میلیونه نور کسان هم د هېواد دننه بې‌ځایه سوي دي.

په ملګرو ملتونو پوري اړوند بنسټونه وایي چې بېرته ستنېدونکي د بیا ادغام په بهیر کې له جدي ستونزو سره مخ دي، چې د کار او پانګونې فرصتونو ته لاسرسی، زده‌کړې، روغتیايي خدمتونه، سرپناه او د څښاک پاکې اوبه پکښې شاملې دي.

له بلې خوا، د بېرته ستنېدونکو او کورنیو بې‌ځایه سویو کسانو د شمېر له زیاتېدو سره هم‌مهاله، له افغانستان سره نړیوالې مرستې هم د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د سیاسي بدلونونو او د دې ادارې د نړیوال مشروعیت د کمېدو له امله په څرګند ډول راکمې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x