د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ طالبانو اعلان کړی چې تېره ورځ ۶۸۸ کورنۍ، چې ۳ زره او ۵۷۹ افغان کډوال پکښې شامل دي، افغانستان ته راستانه سوي دي.
حمدالله فطرت ، د طالبانو د ویاند مرستیال ، د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۲۸مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۵۴۱ کورنۍ، چې ۲ زره او ۹۲۴ کسان پکښې شامل دي، د تورخم له لارې افغانستان ته داخل سوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۶۷ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک له پولې، ۲۱ کورنۍ د هرات ولایت د اسلامقلعې له پولې او ۵۹ کورنۍ هم د نیمروز ولایت له پولې هېواد ته راستنې سوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری راستنې سوې کورنۍ افغانستان ته له رسېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ دي؛ د بېوزلۍ، بېکارۍ، د سرپناه کمښت، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره د مناسبو فرصتونو نشتون له هغو ستونزو څخه دي چې دوی ورسره مخامخ دي.




