د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سرچینې وایي چې مرتضی صفا، افغان خبریال ، د پاکستاني پولیسو له لوري په اسلامآباد ښار کې نیول سوی دی.
د سرچینو په وینا، مرتضی صفا د جوزا په ۲۶مه، د سېشنبې په ورځ، د اسلامآباد د فیصل ټاون په سیمه کې د ملکي جامو لرونکو کسانو له خوا نیول سوی او وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول سوی دی.
سرچینو زیاته کړې چې تر اوسه د هغه د ساتنې د ځای او وضعیت په اړه هېڅ معلومات نسته.
بل لور ته، د مرتضی صفا کورنۍ ادعا کوي چې د هغه د ازادېدو په بدل کې ورڅخه د ۳۰۰ زره پاکستانیو کلدارو غوښتنه سوې ده.
ښاغلي صفا له «مرز» ټلوېزیون سره همکاري کوله او شاوخوا څلور کاله کېږي چې په پاکستان کې ژوند کوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته سوې چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر زیات سوی دی. د طالبانو د کډوالو چارو ته د رسېدنې کمېسیون د شمېرو له مخې ، یوازې په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې نږدې درې زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل سوي دي.




