ایران د بهرنیو اتباعو لپاره د کاروباري جوازونو د صادرولو امکان برابر کړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي او مالي چارو وزارت د کاروباري چاپېریال د څار او ښه‌والي د ملي مرکز سرپرست خبر ورکړی چې د بهرنیو اتباعو لپاره د جوازونو د صادرولو امکان د جوازونو د ملي دروازې له لارې برابر سوی دی.
ایران د بهرنیو اتباعو لپاره د کاروباري جوازونو د صادرولو امکان برابر کړ

هادي محضرنیا، د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي او مالي چارو وزارت د کاروباري چاپېریال د څار او ښه‌والي د ملي مرکز سرپرست، خبر ورکړی چې د جوازونو د ملي دروازې له لارې د بهرنیو اتباعو لپاره د کاروباري جواز د صادرولو امکان برابر سوی دی.

هادي محضرنیا ویلي چې د هوښیار دولت د خدماتو د ملي کړکۍ له لارې د بهرنیو اتباعو د هویت د تثبیت په بهیر کې د موجودو ستونزو له امله، تر دې وړاندې د جوازونو د ملي دروازې له لارې دغو کسانو ته د کاروباري جوازونو د صادرولو امکان نه و برابر سوی.

هغه زیاته کړه چې له تېر کال راهیسې د دې ستونزې د حل موضوع د کاروباري چاپېریال د څار او ښه‌والي د ملي مرکز په کاري پلان کې شامله سوې او په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره ګڼ شمېر ناستې ترسره سوې دي.

محضرنیا څرګنده کړه چې په وروستۍ ناسته کې چې د روان کال د ثور په ۳۰مه ترسره سوه، د معلوماتي ټکنالوژۍ اداره مکلفه سوه چې په دوو اوونیو کې د بهرنیو اتباعو د هویت د تثبیت ستونزه حل کړي.

د هغه په وینا، د دې ستونزې له حل وروسته اوس هغه حقیقي بهرني اتباع چې شرایط پوره کوي، کولای سي د جوازونو د ملي دروازې له لارې د کاروباري جواز د ترلاسه کولو غوښتنه وړاندې کړي.

د کاروباري چاپېریال د څار او ښه‌والي د ملي مرکز سرپرست، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي او مالي چارو وزارت پورې اړه لري، همدارنګه څرګنده کړه چې په اوسني وخت کې د هوښیار دولت د خدماتو د ملي کړکۍ له لارې د بهرنیو حقوقي اتباعو د هویت د تثبیت امکان نه دی برابر سوی، خو د دې موضوع د حل لپاره هڅې او تعقیبونه روان دي.

هغه یادونه وکړه چې تر دې مخکې هم د جوازونو د صادرولو د بهیر د اسانتیا او چټکتیا په موخه د بهرنیو اتباعو لپاره د کار د اشتغال د تصدیق د وړاندې کولو شرط د جواز اخیستلو له الزاماتو لیرې سوی وو.

د محضرنیا په وینا، د دغو اقداماتو په عملي کېدو سره په ایران کې د بهرنیو اتباعو لپاره د کاروباري جوازونو د ثبت او ترلاسه کولو بهیر لا اسانه سوی او د هغوی د قانوني فعالیت زمینه لا پراخه سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x