په ایران کې د کډوالو د تنظیم طرحه د عملي کېدو پړاو ته ننوځي

د ایران د اسلامي شورا د مجلس یو غړي اعلان کړی چې د کډوالو د تنظیم طرحه د ولسي جرګې په علني غونډه کې له تصویب وروسته په ازمایښتي ډول د عملي کېدو پړاو ته داخله سوې ده او په دې طرحه کې د معلوماتو ثبت، د ګوتو نښان اخیستل او د کډوالو د وضعیت ټاکل شامل دي.
په ایران کې د کډوالو د تنظیم طرحه د عملي کېدو پړاو ته ننوځي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ابوالفضل ابوترابي، د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا غړي ، د کډوالو د تنظیم د طرحې د عملي اقداماتو د پیل خبر ورکړ او ویلي یې دي چې دا طرحه د ولسي جرګې په علني غونډه کې له تصویب وروسته په ازمایښتي ډول عملي کېږي.

ابوترابي د معلوماتو د ثبت، د ګوتو نښان اخیستلو، د څېرو ثبتولو او د کډوالو د بیمې په څېر اقداماتو ته په اشارې ویلي چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه قانوني او غیرقانوني کډوال موجود دي، چې د درې میلیونو او شپږ سوه زرو څخه زیاتو کسانو معلومات ثبت سوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا دغه غړی زیاته کړه چې د کډوالو د تنظیم د طرحې له مخې به د هغو کسانو وضعیت چې تر ۱۴۰۰ هجري کال مخکې ایران ته داخل سوي دي روښانه او وروستۍ پرېکړه به یې وسي، او د هغوی د کار وضعیت به هم مشخص سي.

ابوترابي همدارنګه ټینګار کړی چې د وروستۍ جګړې په جریان کې د افغانستان د اتباعو لخوا د کومې ورانوونکې کړنې هېڅ مستند راپور نه دی ثبت سوی، او په ډېری مواردو کې کډوالو د ایران له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x