استرالیا د افغانستان د ښځو د وګړیزو حقونو د رعایت غوښتنه وکړه

د استرالیا حکومت د هرات په ولایت کې د ولسي اعتراضونو د ځپلو او د ښځو د نیولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د وګړو اساسي حقونه مراعت کړي او ټول هغه سیاستونه او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او انجونو د محدودیت او ځپلو سبب ګرځي.
استرالیا د افغانستان د ښځو د وګړیزو حقونو د رعایت غوښتنه وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د استرالیا حکومت د هرات په ولایت کې د ولسي اعتراضونو د ځپلو او د ښځو د نیولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د وګړو اساسي حقونه مراعت کړي او ټول هغه سیاستونه او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او انجونو د محدودیت او ځپلو سبب ګرځي.

د افغانستان لپارع د استرالیا سفارت د پنجشنبې په ورځ (۲۱ جوزا) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې په هرات کې وروستي بدلونونه ډیر اندېښمنونکي دي.

دغه سفارت همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر هغه اعلامیه بیا خپره کړې چې په هرات کې د ښځو د نیولو او پر معترضینو د زور کارولو په اړه وه، او د وګړو د حقونو او اساسي آزاديو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x