طالبانو بېرته راستانه سویو کډوالو ته د استوګنې د ځمکو د وېش خبر ورکړ

حمدالله فطرت ، د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، اعلان کړی چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۷ د جوزا ) د هېواد په اوو ولایتونو کې بېرته راستانه سویو کډوالو ته د استوګنې ۸۹۸ نمرې ځمکې وېشل سوې دي.

د هغه په وینا، دا ځمکې د بېرته راستانه سویو کډوالو د مېشتېدو د پروګرام په چوکاټ کې او راستنو سویو کورنیو ته د استوګنې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ځانګړې سوې دي.

فطرت زیاته کړه چې له وېشل سویو ځمکو څخه ۳۰۵ په ننګرهار، ۵۰ په غزني، ۱۰۶ په فراه، ۱۲۷ په هلمند، ۱۱۰ په فاریاب، ۱۰۰ په پکتیکا او ۱۰۰ نورې په نیمروز ولایت کې بېرته راستانه سویو کډوالو ته سپارل سوې دي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده، او اړوند بنسټونه د بېرته راستنو سویو د مېشتېدو او ملاتړ لپاره د لومړنیو اسانتیاوو او مناسبو شرایطو پر برابرولو ټینګار کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x