د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: افغان پناه‌غوښتونکي امریکا ته د ننوتلو اجازه نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ افغان پناه‌غوښتونکي ته امریکا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل سي، او واشنګټن هڅه کوي چې د څو نورو هېوادونو په همکارۍ دغه کسان له امریکا بهر په نورو هېوادونو کې مېشت کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: افغان پناه‌غوښتونکي امریکا ته د ننوتلو اجازه نه لري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ مارکو روبیو ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ افغان پناه‌غوښتونکي ته امریکا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل سي.

روبیو د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې، کریس کونز ، د ډیموکرات سناتور، د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په قطر کې د سیله کمپ د مېشت افغان پناه‌غوښتونکو د وضعیت په اړه یې کړې وه، وویل چې دغه کسان به په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړل سي.

کونز سناتور په دې غونډه کې وویل چې شاوخوا یو زر او ۱۰۰ افغان وګړي، چې د امریکا د پخواني حکومت همکاران هم پکښې شامل دي، لا هم په قطر کې له نامعلوم وضعیت سره مخ دي. د هغه په وینا، د دغو کسانو په منځ کې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي هم شامل دي.

هغه خبرداری ورکړ چې دغه پناه‌غوښتونکي ښايي بېرته افغانستان ته ستانه کړل سي یا هغو هېوادونو ته ولېږدول سي چې له سختو کړکېچونو سره مخ دي. کونز د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د دغو کسانو د لېږد لپاره، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو د غړو په اړه، له کانګرس سره همکاري وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په اوس وخت کې نه سي کولای داسې ژمنه وکړي. روبیو، د هغه اجرائیوي فرمان په یادولو سره چې د تېر کال پر مهال د امریکا د ملي ګارد پر غړو له برید وروسته صادر سوی وو، ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان پناه‌غوښتونکي ته امریکا ته د ننوتلو امکان شتون نه لري.

هغه په ورته وخت کې زیاته کړه چې واشنګټن له څو هېوادونو سره د دغو پناه‌غوښتونکو د یوې برخې د منلو په اړه سلامشورې کوي او لږ تر لږه پنځو هېوادونو د دوی د یو شمېر کسانو د منلو او مېشتولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

روبیو همدارنګه کونز سناتور ته ډاډ ورکړ چې د امریکا حکومت به د دغو کسانو لپاره د مناسب حل او د استوګنې د ځای د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه وویل: «زه به له تاسو سره همکاري وکړم څو د دغو کسانو د مېشتېدو لپاره مناسب ځایونه وموندل سي. موږ غواړو چې دا بهیر یوې پایلې ته ورسېږي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x