د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ شان وانډایور، د افغانستان د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ، چې د «افغانایوک» په نوم یادېږي، په متحده ایالاتو کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې د بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا وضعیت یې « ویرونکې» بللی دی.
د دې بنسټ مشر اعلان کړی چې د افغان پناه غوښتونکو سخت وضعیت، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې پخوا یې له امریکایي ځواکونو او بنسټونو سره همکاري کړی، د متحده ایالاتو د حکومت د جوړښتي سیاستونو او پرېکړو پایله ده او دا وضعیت د لنډمهاله یا اتفاقي حالت په توګه نه سي ګڼل کېدای.
هغه ټینګار کړی چې ډېری هغه افغانان چې د امریکا د حضور پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، اوس د خپلی کډوالي او پناه غوښتنې دوسیو په اړه په بې برخلیکه حالت کې قرار لري او د خپلو دوسیو د برخلیک په اړه ډاډ نه لري.
د «افغانایوک» مشر همداراز ادعا کړې چې ځینې امریکایي چارواکي د دغو کسانو د منلو او ملاتړ په بهیر کې د محدودیتونو او خنډونو په رامنځته کولو کې رول لري؛ هغه موضوع چې د نوموړي په وینا د افغان پناه غوښتونکو په ټولنه کې یې پراخې اندېښنې رامنځته کړې دي.
د دې بنسټ په وینا، د دې وضعیت دوام کولای سي د هغو زرګونو افغان وګړو لپاره نورې ستونزې هم رامنځته کړي چې د خپلی کډوالي د دوسیو د پرېکړې په تمه دي.




