غلامحسین مظفري، د خراسان رضوي والي، په مشهد کې ، د مولوي نورمحمد متوکل، د طالبانو له سرقونسل ، سره په لیدنه کې د افغان اتباعو د حضور د منظم او اصولي مدیریت پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو عزت، کرامت او مقام ساتل زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري.
هغه څرګنده کړی چې په خراسان رضوي کې هڅه کېږي د افغان اتباعو د حضور موضوع داسې مدیریت سي چې ټولې چارې د قانوني او شفافو میکانیزمونو په چوکاټ کې ترسره سي او غیر رسمي تګ راتګونه هم راکم سي.
مظفري هیله څرګنده کړې چې د افغان کډوالو د وضعیت د تنظیم له لارې د داخلېدو او وتلو، کارموندنې، د بندیانو د لېږد د چټکتیا، د بیمې د ستونزو حل او نورو مسایلو په اړه خبرې او حل لارې وموندل سي.




