د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په آلمان کې مېشت یو شمېر افغانانو د دغه هېواد په پلازمېنه برلین ښار کې د اعتراض په یوه غونډه کې د هغه څه پر وړاندې اعتراض کړی چې هغوی یې د طالبانو له لوري جنسیتي اپارتاید او له زدهکړو څخه د انجونو محرومیت بولي.
د غونډې ګډونوالو د «نه طالبانو ته» او «له طالبانو سره تعامل د انسانیت ضد عمل دی» شعارونه ورکول او د دې ډلې د سیاستونو او له هغوی سره د اړیکو د عادي کولو مخالفت یې څرګند کړ.
دا اعتراضونه وروسته له هغه ترسره سول چې د آلمان حکومت د طالبانو اړوند یو ډیپلومات ومني او په دغه هېواد کې یې د دې ډلې د ډیپلوماتیک حضور لپاره زمینه برابره کړه.
په همدې حال کې راپورونه ښايي چې اروپایي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو اترو لپاره د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته راوبولي.
اعتراض کوونکو دا اقدامات وغندل او له اروپایي هېوادونو یې وغوښتل چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ودروي.
مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعین هم د لوېدیځو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د هغوی په باور، دا ډول تعاملات د طالبانو دریځ پیاوړی کوي او د افغانستان د ښځو او وګړو پر وړاندې محدودیتونه زیاتوي او د بشري حقونو ارزښتونه کمزوري کوي.
طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د انجونو زدهکړې بندې کړې دي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی چې د دې بندیز دوام به هر کال ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان رامنځته کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به په افغانستان کې د شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو کمښت رامنځته سي.




