د هالنډ د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد د نوې تګلارې له مخې، هغه افغان ښځې او انجونې چې د پناه غوښتنه کوي، په ډېرو مواردو کې به د استوګنې د اجازې وړ وګڼل سي.
دا پرېکړه وروسته له هغې ترسره سوې چې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی وو.
بارت ون دن برینک، د هالنډ د کډوالو چارو وزیر ، چې د مسیحي دموکرات ګوند غړي دی ، ویلي دي چې پخوانۍ تګلاره نور د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمون نه لري.
هغه ټینګار کړی چې د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې د طالبانو د «اخلاقو قانون» له تصویب وروسته د افغان ښځو او انجونو وضعیت په ښکاره ډول خراب سوی دی.
د دې راپور له مخې، د طالبانو نوي قوانینو د ښځو د تګ راتګ ازادي نوره هم محدوده کړې او د هغوی لاسرسی یې زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون ته ډېر کم کړی دی.




