د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ جورجت ګانیون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) سرپرسته، د بلخ او سمنګان ولایتونو ته په سفر کې د خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول د ښځو د ملاتړ لپاره د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
اغلې ګانیون د دې سفر له پای ته رسېدو وروسته اعلان کړی چې ملګري ملتونه د خصوصي سکتور په پیاوړتیا تمرکز لري څو د افغانستان د خلکو د اقتصادي ودې او ملاتړ لپاره زمینه برابره سي. هغې همدارنګه د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله.
د هغې په وینا، په دې سفر کې یې له ښځو او نارینهوو، سیمهییزو چارواکو، ټولنیزو فعالانو او د سوداګریزو ټولنو له غړو سره لیدنې کړې او د خلکو د ژوند وضعیت او اقتصادي ستونزو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
د یوناما سرپرستې وویل چې له ښځینه او نارینه سوداګرو سره یې د اقتصادي فعالیتونو او د کاروبار د ودې پر وړاندې د موجودو ستونزو په اړه «ډېرې ښې خبرې» کړې دي.
اغلې ګانیون همدارنګه په سمنګان کې د یونیسف تر ملاتړ لاندې د ماشومانو له یوه مرکز څخه لیدنه کړې؛ دغه مرکز د هغو ماشومانو لپاره خدمات وړاندې کوي چې له پاکستان څخه راستانه سوي دي.
هغې وویل چې دا ماشومان په وروستیو میاشتو کې له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه سوي او اوس د بیا مېشتېدو او په ټولنه کې د ادغام لپاره تعلیمي، روغتیایي او معیشتي ملاتړ ته اړتیا لري.
د هغې په وینا، یو شمېر دغه ماشومان تر اوسه له زدهکړو بېبرخې وو او اوس د لومړي ځل لپاره د زدهکړې فرصت ترلاسه کوي. هغې زیاته کړه چې دا ماشومان د زدهکړو د دې بهیر دوام ته لېوالتیا لري.
د یوناما سرپرستې له طالب چارواکو وغوښتل چې د راستنېدونکو کورنیو ملاتړ د زدهکړو، روغتیایي خدماتو او د معیشت د فرصتونو په برابرولو سره وکړي.
اغلې ګانیون همدارنګه وویل چې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې یې د اقلیمي بدلون او د هغې د اغېزو په اړه خبرې کړې دي. هغې وچکالي، سېلابونه او د اوبو کمښت د هېواد له جدي ستونزو څخه وبلل.
د هغې په وینا، په دغو غونډو کې د اقلیمي کړکېچ پر وړاندې د سیمهییزو حل لارو په اړه بحثونه سوي، خو افغانستان لا هم ډېرو تخنیکي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
هغې په پای کې خپل سفر بلخ او سمنګان ته ډېر ګټور وباله او ويې ویل چې له نږدې یې لیدلي چې ملګري ملتونه او همکار بنسټونه یې څنګه د افغانستان له وګړو او ټولنو سره مرسته کوي.




