له آلمان څخه افغانستان ته د ۲۲۰ افغان کډوالو ستنېدل د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه یوازې شاوخوا ۲۲۰ افغان وګړي د جرمني د دولت د مالي مرستو په کارولو سره په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه سوي دي؛
له آلمان څخه افغانستان ته د ۲۲۰ افغان کډوالو ستنېدل د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه یوازې شاوخوا ۲۲۰ کسان د آلمان د دولت د مالي مرستو په کارولو سره په خپله خوښه افغانستان ته ستانه سوي دي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان سوریې ته ستانه سوي دي.

د دې راپورونو له مخې، د هغو کسانو شمېر چې خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لپاره د مالي تشویقي پروګرام څخه ګټه اخلي، د تمې په پرتله ډېر کم دی.

 آلماني رسنیو لیکلي چې سره له دې چې په افغانستان او سوریه کې د اقتصادي وضعیت سختوالی ورته دی، د ستنېدونکو په شمېر کې څرګند توپیر ښايي چې مالي تشویق یوازې نه سي کولای خلک بېرته ستنېدو ته وهڅوي.

د راپور له مخې، هغه کسان چې په خپله خوښه افغانستان یا سوریې ته ستنېږي، د الوتکې ټکټ او څو سوه یورو د سفر لګښت تر څنګ شاوخوا زر یورو د ژوند د بیا پیل لپاره مالي مرسته ترلاسه کوي. دا اندازه د کورنیو لپاره تر څلور زره یورو پورې لوړېږي.

په راپور کې راغلي چې د ځینو په باور، د آلمان د کیڼ ګوند په ګډون، دا مرستې د دې لپاره کافي نه دي چې په اصلي هېواد کې یو مناسب ژوند بیا جوړ سي.

د «فرانکفورتر الګماینه» ورځپاڼې لیکلي چې د آلمان د حکومت د خپل په خوښې د بېرته ستنېدو پروګرام چې «ریاګ/ګارپ» نومېږي، په ۲۰۲۵ کال کې مستقیم لګښت شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو اټکل سوی دی.

په راپور کې دا هم ویل سوي چې ځینې هېوادونه بېرته ستنېدونکو ته زیاتې مرستې ورکوي او آلمان هم په تېر کې د وګړو د ژوند د بیا رغونې لپاره په خپلو هېوادونو کې پراخ ملاتړ برابر کړی وو.

سره له دې، «فرانکفورتر الګماینه» ټینګار کړی چې سوریې ته د بېرته ستنېدونکو لپاره هم ورته شرایط موجود دي.

د دې رسنۍ په وینا، د خپل په خوښې بېرته د ستنېدو اصلي موضوع یوازې د مالي مرستو اندازه نه ده، بلکې د وګړو باور د خپل هېواد د سیاسي وضعیت او راتلونکي په اړه مهم او ټاکونکی رول لري.

دې ورځپاڼې په پای کې لیکلي چې افغانستان او سوریه اوس د سیاسي لید او د وګړو د باور له مخې په دوو بېلابېلو لارو روان دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x