بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد بهیر د پای ته رسېدو خبر ورکړ

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې پای ته ورسېږي.
بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد بهیر د پای ته رسېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بریتانیا حکومت اعلان کړي چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر به تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د یوې دفاعي مجلې د راپور له مخې، د بریتانیا دفاع وزارت د هغو مستحقو افغانانو د لېږد اړوند کورنۍ مرستې درولې دي چې درېیمو هېوادونو ته انتقالېږي، او له غوښتونکو یې غوښتي چې د یوه خوندي درېیم هېواد د موندلو لپاره خپله اقدام وکړي.

لوک پولارډ ویلي چې دا پرېکړه درېیمو هېوادونو ته د ځینو غوښتونکو د لېږد د بریالیتوبونو د زیاتېدو او همداراز د لګښتونو او اړوندو خطرونو په پام کې نیولو وروسته سوې ده.

هغه همداراز ټینګار کړی چې درېیم هېواد ته د کډوالو له رسېدو وروسته به د بریتانیا ملاتړونه تر ۲۰۲۸ کال پورې دوام ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x