د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ مولوي فضلمحمد حقاني، په تهران کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست، له سیدتقي قائمي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز د رئیس له مرستیال سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د خپرو سویو معلوماتو له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو، په ځانګړي ډول د کډوالو د ثبت کارت لرونکو لپاره د روغتیايي بیمې د موضوع په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو پر حل او د هغوی لپاره د اړینو خدماتو، په ځانګړي ډول روغتیايي خدماتو، ته د لاسرسي د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار سوی دی.




