د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په پاکستان کې د امریکا یو شمېر افغان همکارانو د اعتراضیه غونډې په جوړولو سره د خپل نامعلوم وضعیت او بېبرخلیکه پاتې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د امریکا له حکومت او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دوی وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
دغو کسانو د جمعې په ورځ، د ثور په ۲۵مه، راټول سوي وو څو د امریکا چارواکو ته د خپلې اندېښنې او اعتراض غږ ورسوي. دوی وايي، سره له دې چې د «پي۱» او «پي۲» مهاجرتي دوسیې یې بشپړې سوې دي، خو لا هم امریکا ته د دوی د لېږد بهیر نه دی عملي سوی.
د دغو همکارانو په وینا، د دوی د لېږد بهیر د تېر کال د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې درېدلی او تر اوسه یې په دوسیو کې هېڅ پرمختګ نه دی سوی.
هغوی خبرداری ورکوي چې دا مهال په پاکستان کې د نیول کېدو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
همداراز په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، یو شمېر افغان کورنۍ تر دې وړاندې په جبري ډول ایستل سوې دي او د ډېرو کسانو د وضعیت او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نسته.
د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او اوس تمه لري چې امریکا خپلې ژمنې هېرې نه کړي او د دوی دوسیو ته جدي پاملرنه وسي.




