په تاجيکستان کې د افغانستان سفارت د افغان کډوالو د ايستلو د بهير د بياکتنې غوښتنه وکړه

په تاجيکستان کې د افغانستان سفارت په خجند ښار کې د يوې ښځې د وژنې پېښې ته، چي ويل کېږي د افغانستان د يوه وګړي له خوا ترسره سوې، په غبرګون کي ټينګار کړی دی چي د جرمونو مسئوليت بايد په فردي توګه وڅېړل سي او ټولو افغان کډوالو ته بايد منسوب نه سي.
په تاجيکستان کې د افغانستان سفارت د افغان کډوالو د ايستلو د بهير د بياکتنې غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په تاجيکستان کې د افغانستان سفارت په خجند ښار کې د يوې ښځې د وژنې پېښې ته، چي ويل کېږي د افغانستان د يوه وګړي له خوا ترسره سوې، په غبرګون کي ټينګار کړی دی چي د جرمونو مسئوليت بايد په فردي توګه وڅېړل سي او ټولو افغان کډوالو ته بايد منسوب نه سي.

دغه سفارت د سې شنبې په ورځ د تاجيکستان د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه رسمي ليک کي د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او دا يې يوه دردونکې او خواشينوونکې پېښه بللې ده.

په دې ليک کي راغلي دي چي افغان کډوال له کلونو راهيسي د تاجيکستان په خوندي چاپېريال کي ژوند کوي او د دواړو ملتونو اړيکې د ګډ ژوند او متقابل درناوي پر بنسټ جوړې سوي دي.

د افغانستان سفارت همدارنګه په تاجيکستان کي د افغان کډوالو د وضعيت په اړه يو شمېر وړانديزونه مطرح کړي او د جرم پر فردي والي يې ټينګار کړی دی.

د دې ادارې په وينا، هر ډول سرغړونه بايد د تاجيکستان د قوانينو له مخې او د عدالت په پام کي نيولو سره وڅېړل سي او د يوه فرد کړنه بايد ټولو افغان کډوالو ته ونه غځول سي.

د دې ليک په بله برخه کي د افغانستان او تاجيکستان د وګړو ترمنځ د ګډو کورنيو وضعيت ته اشاره سوې او له تاجيک چارواکو غوښتل سوي چي د دغو کورنيو سره د چلند پر مهال انساني اړخونه په پام کي ونيسي، څو د کورنيو د غړو د بېلتون او ټولنيزو زيانونو مخه ونيول سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x